پراګ ـ د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وایې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغان دولت په مشرۍ د سولي بهیر ملاتړ کوي.
د حرمین شریفین خادم دا څرګندوني د اګست پر ۲۵مه له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال کړي دي.
د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سعودي عربستان پاچا افغان ولسمشر ته د ترهګرۍ د ریښو په له منځه وړلو کې د همکارۍ لپاره چمتوالی ښودلی او دغه راز یې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کیدو غوښتنه کړې ده.
د اعلامیې له مخې نوموړي همدا راز د افغانستان راتلونکي ولسمشریزي ټاکني هم مهمې بللې او د افغانستان د دې ملي پروسې د ترسره کیدو ملاتړ یې کړی دی.
د ارګ اعلامیې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې له افغانستان سره یې د سعودي همکاري مهمه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د سیمي د ثبات لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې د قطر په مرکز دوحا کې د امریکایي پلاوي او چارواکو ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې روانې دي.
طالبانو لا هم له افغان دولت سره له خبرو انکاري دي او په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په موخه یوازې له امریکایي چارواکو سره په خبرو بوخت دي. تراوسه د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ د خبرو اته پړاونه مکمل شوي چې پکې دواړو خواو د پرمختګونو ویلي دي.