د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پر پنځمه ورځ هم دوام لري


په دوحا کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین. فایل فوټو
په دوحا کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین. فایل فوټو

د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د قطر په سر ښار دوحا ښار کې د نهم پړاو خبرې به د اګست پر ۲۶ مه د پنځمې ورځ لپاره هم دوام وکړي. د طالبانو د قطر دفتر یو چارواکي سهیل شاهین د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، د ګډې غونډې نه وړاندې دواړه لوري خپلمنځۍ غونډې هم کوي.

نوموړی وايی، ډاډمن دی چې د نن ورځې خبرې به پرېکنده وي او دواړه خواوې به یوې نتیجې ته سره ورسېږي.

سهیل شاهین دا هم وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر اوسه په شویو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو د مهال وېش او د طالبانو لخوا د دې باور د ورکولو چې افغانستان به بیا د ترهګرۍ لپاره نه استعمالېږي، په اړه فیصلې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې کېدی شي د سولې د تړون مسوده به په یوه بله غونډه کې چې هم په قطر کې به وشي لاس لیک شي، خو ده یې نېټه و نه ښوده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG