د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پولیو ضد بهیر پیل شو


د ارشیف انځور

پراګ ـ له نن ( اګست ۲۶) نه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې ماشومانو ته د پولیو ضد د څاڅکو د ورکولو بهیر بیا پیل شو. دا بهیر به درې ورځې دوام کوي.

د خیبر پښتونخوا په ۲۷ ضلعو کې به د پنځو کالو نه د کم عمر څلور ملیونو څخه زیاتو ماشومانو ته د پولیو ضد قطرې ورکړل شي.

د پاکستان د روغتیا اداره وايي د بلوچستان په کوټه اوپشین ضلعو کې کې هم له نن( اګست ۲۶) نه دا بهیر پیل شو.

همدا رنګه په نصیر اباد، جعفر اباد، جل مګسي او صحبت پور کې به د پولیو مهم د اګست په ۲۸مه او په کلا عبدالله کې به د سېپټمبر پر دوهمه نېټه پیلیږي. په بلوچستان کې به ټول ټال یو میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي.

د خیبر پښتونخوا د پولیو د مخنیوي د ادارې یو چارواکي ډاکټر ندیم جان د اګست پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا یو لوی بهیر دی چې د پر مخ وړلو لپاره به یې ۱۶ نیم زره نه سېوا تربیه شوي کسان کور په کور ګرځي او ماشومانو ته به د پولیو ضد څاڅکي ورکوي.

په خیبر پښتونخوا کې ماشومانو ته د پولیو ضد د واکسینو دا لړۍ په داسې حال کې پیلېږي چې د روان کال د اپریل میاشتې په دوه ویشتمه نېټه په پېښور او ورڅېرمه سیمو کې ګڼو خلکو ادعا وکړه چې د پولیو له څاڅکو ورکولو وروسته یې ماشومان ناروغه شوي دي، خو وروسته ډاکټرانو وویل چې دا هسې یوه اوازه وه او د پولیو څاڅکي چا ته زیان نه رسوي.

ډاکټر ندیم جان وايي، په دې اړه یې د خلکو سره خبرې شوي او هغوی یې په دې پوه کړي چې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول ډېر اړین دي.

په پاکستان کې سږ کال ۵۳ د پولیو مثیت کیسونه لیدل شوي چې ۴۱ پکې په خیبر پښتونخوا کې دي.

که څه هم د نړۍ د نورو برخو نه د پولیو ناروغۍ ټغر ټول شوی خو پاکستان او افغانستان کې لا هم ماشومان د پولیو له وجې د معذورۍ سره مخ کېږي.

XS
SM
MD
LG