د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له هند سره د کړکېچ باوجود کرتارپور لاره پرانېزي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ پاکستاني چارواکي وايي، له هند سره د کشمیر پر سر د ترینګلتیا باجود به د سیکانو لپاره د کرتارپور لاره خلاصوي.

دوی وايي دا چې موجوده حکومت پخوا ژمنه کړې وه چې له هنده پاکستان ته د بابا ګورو نانک د زېږون ورځې د لمانځلو لپاره به سیک زیارت کونکو ته اجازه ورکوي نو اوس دوی خپله ژمنه پوره کوي.

د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د اګست پر ۲۴مه د وزیراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فرودس عاشق اعوان سره په لاهور کې ګډه خبري غونډه کې وویل چې د سیکانو د مذهبي مشر بابا ګورو نانک د ۵۵۰مې کلیزي لپاره تیاریانې کوي او په دې لړ کې یې امنیتي تدابیر هم په پام کې نیولې دي.

"له هند سره چې زموږ هر رنګه حالات دي خو د کرتاپور لارې په لړ کې به موږ پوره مرسته کوو. دا لاره به له ژمنو سره سمه پرانېزو. د ګورو نانک د ۵۵۰مې کلیزي لپاره حکومت پوره تیاریانې کوي. انشاالله په زرګونه سیک زیارت کونکي به دلته راځي او د پاکستان ټول اولس به د هغوی ګرم هرکلې کوي."

په دې موقع د فردوس عاشق اعوان وینا وه چې د پاکستان موجوده حکومت د اکثریت په څېر اقلیتونو ته هم پوره احترام لري او هغوی ورته نږدې دي.

د پاکستان او هند تر منځ یو وارې بیا ترینګلتیا له هغې وروسته زیاته شوه چې د اګست پر پینځمه هند د ایین ۳۷۰ مې مادې لغوه کولو سره جمو او کشمیر سیمې له ځان سره شامل کړل.

دا چې په موجوده حالاتو کې پاکستان د کرتاپور لارې خلاصولو سره نړۍ ته څه پیغام ورکول غواړي، د نړیوالو اړیکو د چارو پوهه ډاکټر سرفراز خان وايي، پر پاکستان تورونه دي چې وړاندی یې هم د سیکانو له هنده د بېلېدو لپاره په خالصتان تحریک کې مرسته کړي وه نو کېدای شي چې اوس پاکستان هغه حالاتو او کشمیر ته په کتو د کرتارپور د لارې خلاصولو لپاره د ژمنو پوره کولو پرېکړه کړې وي.

تېرکال د نومبر پر ۲۸مه د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجاب په نارووال کې د کرتارپور د لارې پرانیسته وکړه او هغه مهال یې ویلي ول چې د دې کار موخه یې د دواړو هېوادونو سېکانو ته په اسانۍ سره سپېڅلو ځایونو ته د تګ راتګ زمینه برابرول دي.

XS
SM
MD
LG