د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ګورو چې پاکستان څومره د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړي؟"


پراګ ـ د ناقانونه پیسو د څار نړیواله اداره ( اېف ای ټي اېف) وايي، د دې خبرې څارنه کوي چې پاکستان له وسله والو ډلو سره د مالي مرستو د مخ نیوي لپاره څومره پرمختګ کړی دی؟

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه د نوموړې ادارې د اسیا پیسیفیک ډلې، د اګست له ۱۸مې تر ۲۳مې، د اسټریلیا په پلازمینه کینبیرا کې د پاکستان په ګډون د هغو هیوادونو په اړه د راپورونو جاج واخېست د چا نومونه چې په خړ لیسټ کې شامل دي.

په جون میاشت کې د لاقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې پاکستان ته ویلي وو چې تر اکتوبره دې له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو د مخنیوي لپاره خپل عملیات پیاوړي کړي.

په دې اړه د پیښور پوهنتون د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان د اګست پر ۲۳مه، مشال ریډیو ته وویل، پاکستان د اېف ای ټي اېف د شرطونو د پوره کولو لپاره ځیني ګامونه اخېستي خو ښکاري داسې چې دا ناکافي دي.

نوموړي زیاته کړه، دا غونډه چې وشوه نو د دې مرام هم دا وو چې وګوري، پاکستان ته چې یادې ادارې د کومو اقداماتو ویلي وو، هغه يې اخستي که نه؟

ډاکټر سرفرازخان وايي، د پاکستان د سټیټ بینک ګورنر هم دغې غونډې ته ورغلی وو خو داسې ښکاري چې له دغه ځایه ښه خبرونه نه دي راروان.

د اسیا پیسیفیک ډلې (ای پي جي) د اګست پر ۲۳مه، په یو بیان کې ویلي، د پاکستان په ګډون په خړ لېسټ کې د شاملو هیوادونو په اړه په راپورونو به نور بحثونه کېږي او له بیا کتنې وروسته به په راتلونکي اکتوبر کې د ډلې پر ویب سایټ خپرېږي.

اوس پوښتنه دا ده چې که چیرې پاکستان له خړ لېسټه تور لېسټ ته واوړي نو څه نتیجې به راوړي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې، په اسلام اباد کې مېشت خبریال او شنونکی شایق حسین وايي، د پاکستان اقتصاد د ډیرو ستونزو سره مخ دی او که چیرې ای اېم اېف پاکستان سره مالي مرستې د اېف ای ټي اېف د منظورۍ سره وتړئ نو دا ستونزې به نورې هم پیچلې شي.

بلخوا د پاکستان د خزانې وزارت په هندي مطبوعاتو کې خپاره شوي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې اېف ای ټي اېف پاکستان په تور لېسټ کې شاملوي.

د اګست پر ۲۳مه، په یو بیان کې یاد وزارت وویل چې د اېف ای ټي اېف د قواعدو سره سم پاکستان ته ویل شوي چېپه هرو درېوو میاشتو کې دې د تورو پیسو د سپینولو د مخ نیوي په اړه د اسیا پیسیفیک ډلې ته د خپلو هلو ځلو په اړه راپور ورکړي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG