د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې د پاکستان اقدامات ناکافي بللي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې (فنانشل ایکشن ټاسک فورس) ویلي، پاکستان د ترهګرۍ د تمویل او د تورو پیسو د سپینولو د مخنیوي په برخه کې کافي اقدامات نه دي کړي او تر راتلونکي اکتوبره یې ورله وخت ورکړی چې د یادې ادارې لخوا د ورسپارل شوې کړنلارې مطابق دې کار وکړي.

پاکستان چې وار له مخې د یادې ادارې لخوا د مالي بدعنوانیو په خړ لېسټ کې شامل دی، دا وېره هم شته چې که د خپل مسولیت په ترسره کولو کې پاتې راغلو نو په تور لېسټ کې به واچول شي.

د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې غونډه د جون له ۱۹مې تر ۲۱مې د امریکې په اورلینډو کې وشوه. په غونډه کې د پاکستان د خزانې د وزارت سکرتر یونس ډاګه په مشرۍ کې پلاوي هم ګډون وکړ. د پاکستان د خزانې د وزارت ویاند وايي حکومت د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو، د پیسو د مینځلو د مخنیوي او نورو سپارښتنو، په مقرره وخت کې د پوره کولو لپاره هلې ځلې کوي.

پاکستان د ۲۰۱۸م کال په جون کې په خړ لېسټ کې شامل کړل شوی وو او ورته سپارښتنه شوې وه چې د پیسو د غیر قانوني مینځلو یا مني لانډرنګ د مخنیوي او د ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړې ادارې د روان کال د فبرورۍ په ۲۲مه هم په یو بیان کې ویلي وو چې د پاکستان هڅې ناکافي دي او تر بل اعلانه پورې به پاکستان همداسې په خړ لېسټ کې پاتې وي. یادې ادارې پاکستان ته د ۲۷ مادو یوه لایحه ورکړې چې پاکستان پرې د تېر یو کال راهېسې کار پیل کړی دی.

فاینانشل ایکشن ټاسک فورس وايي، پاکستان ته د ۲۰۱۹ کال تر جنورۍ پورې وخت ورکړل شوی وو چې ورسپارل شوي مسولیتونه دې پوره کړي خو دوی د روان کال ترمې میاشتې پورې په دې کار کې بریالي شوي نه دي.

د اورلیننډو په غونډه کې پاکستان ته ویل شوي چې د ترهګرو د مالي مرستو د مخنیوي لپاره دې ګامونه پورته کړي، د ترهګرو سره د مالي مرستو د ودرولو لپاره دې د مرکز او صوبو ترمنځ همکاري زیاته کړل شي، د حوالو له لارې ترهګرو ته د پیسو د لېږد مخنیوي دې وشي او همداسې ځینې نورې غوښتنې هم دي.

خو پوښتنه دا ده چې پاکستان ولې د ناقانونه پیسو د څار نړېوالې ادارې د غوښتنو سره سم پرمختګ نه شي کولی؟

د اقتصادي چارو پوه اکرام هوتي یې په اړه وايي:

"پاکستان ځیني نړیوال شرایط نه مني، هغه شرایط په دې منطقه کې د امن لپاره دي. اوس پاکستان ته ویل شوي چې د بینکونو او حوالو له لارې ترهګرو ته د پیسو د رسېدو او د پیسو د مینځلو مخنیوی دې وکړي. دا کار ګران دی، نو دا به ګرانه وي چې پاکستان دې له خړ لېسټه سپین لېسټ ته راشي خو دا امکان هم کم دی چې ګینې پاکستان به له خړ لېسټه تور لېسټ ته لاړ شي."

هوتي وايي، له خړلېسټه تور ته د پاکستان د تلو امکانات ځکه تت دی چې د پاکستاني چارواکو په وینا، اسلام اباد اویا په سلو کې اقدامات کړي او پاتې دېرشو نورو باندې هم کار روان دی.

د پاکستان په سېنېټ کې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړی لیاقت خان ترکی وايي، د مالي بدعنوانیو د مخنیوي د نړیوالې ادارې د غوښتنو د پوره کولو هڅې روانې دي.

"حکومت خپل هر ممکن کوشش کوي، هېڅوک نه غواړي چې اور خپل کور ته راوړي،په دې کې زموږه خپله فایده ده چې دا هرڅه ختم کړو او د اېف ای ټي اېف غوښتنې ومنو."

د فنانشل ایکشن ټاسک فورس راتلونکې غونډه د روان کال په اکتوبر کې په پاریس کې کېدونکې ده. د یادې ادارې لخوا په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي اوس پاکستان ته د دغې غونډې د جوړېدو پورې وخت ورکړل شوی چې پر ایکشن پلان یا لایحې دې عمل پیل کړي.

XS
SM
MD
LG