د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د وسله والو بریدونه بیا زیات شوي


ډېره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته انځور (ارشيف)
ډېره اسماعيل خان کې تر بريد وروسته انځور (ارشيف)

پراګ ـ د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د څه مودې راهيسې په بریدونو او هدفي وژنو کې زياتوالی راغلی چې د امنیتي سرتیرو په ګډون عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اګست پر ۲۱ مه په اسلام اباد کې د وسله والو په ډزو دوه پولیس ووژل شول. له دې وړاندې د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې په یو جومات کې برید څلور کسان وژلي و. د اګست پر ۱۸مه د خېبر پښتونخوا په بر دیر کې په یوه بريد کې څلور کسان ووژل شول. همدا راز د جنوبي وزیرستان په لده دوه پوځیان د بمي برید ښکار شول. د وروستیو دواړو پېښو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ومنله.

یو د قامپرست ګوندونو هغه تورونه دي چې وایي زموږ ځینې ادارې ګډ ((ښه)) طالبان پیاوړي کوي او یا څه ورته نه وایي، بل نظر دا دی چې د امنیتي ادارو هغومره پاملرنه وسله والو ډلو ته نشته لکه مخکې یې چې وه.
عقیل یوسفزی

په پاکستان کې له ۲۰۰۸م نه تر ۲۰۱۲م پورې دا ډول بریدونه ډېر زیات ول خو وروسته په دې کې د پام وړ کموالی راغلی و.

کارپوه عقیل یوسفزی وایي، په بریدونو کې له زیاتوالي ښکاري چې وسله والې ډلې بیا منظم کېږي.

"د بریدونو د زیاتېدو په اړه دوه نظرونه دي، یو د قامپرست ګوندونو هغه تورونه دي چې وایي زموږ ځینې ادارې ((ښه)) طالبان پیاوړي کوي او یا څه ورته نه وایي، بل نظر دا دی چې د امنیتي ادارو هغومره پاملرنه وسله والو ډلو نه نشته لکه مخکې یې چې وه."

د پاکستان پوځ وایي چې د ترهګرو ملا يې ماته کړې ده او ټولې هغه سیمې چې پخوا پکې وسله وال مېشت ول، پاکې کړي یې دي خو یوسفزی وایي، په دا وروستیو کې په بونیر کې هم د طالبانو د بیا فعالېدو خبرونه مخې ته راغلي دي.

بلخوا د سياسي چارو پوه رحیم الله یوسفزی بيا وایي، تر پوځي عملياتو وروسته بریدونه د لږ وخت لپاره په بشپړه توګه درېدلي ول. هغه وایي، د نورو وسله والو ډلو ترڅنګ اوس داعش هم د ځېنو بریدونو ذمه وارۍ اخلي.

" وسله وال هم تر بريد مخکې پلان جوړوي او د دې لپاره د حکومت ګامونو څاري، چې موقع وویني نو بیا برید کوي. حکومت یې د ختمولو هلې ځلې کوي خو لا په بشپړه توګه یې دغه ډلې ختمې کړي نه دي."

نوموړی زياتوي، که د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا دوام مومي نو ښايي په دې سره وسله والې ډلې نورې هم پیاوړي شي.

پاکستاني پوځ د بدامنۍ او په ځېنو سیمو کې د وسله والو تر شتون وروسته څو ځلې عمليات کړي دي. همدا راز په دا وروستیو کې په بونېر کې د وسله والو د بیا فعالېدو خلاف د چارواکو په خبره، پولیس او پوځي سرتیري د لټون په عملیاتو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG