کابل - ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۲۲مه یوځل بیا ټینګار وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به په ټاکلي وخت کېږي.
دا څرګندونه نوموړي د افغانستان د شخصي ټېليويژن ((طلوع)) د سوالونو او ځوابونو په یوه خپرونه پر داسې مهال کړې چې د اګست پر ۲۲مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ د سولې د نهم پړاو خبرې پیل شوې.
ولسمشر غني ووويل چې د ولسمشرۍ انتخابات د سولې له روانو هڅو سره هممهاله کېږي او د سولې روان بهیر یې مخه نشي نیولای. د هغه په وينا د احتمالي سولې هر راز تړون به د افغانستان له حکومت سره کېږي.
د طالبانو د سرچینو په حواله راپورونه وايي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو له استازو سره لیدلي.
ولسمشر غني، په دوحه کې روانو خبرو ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د سولې په اړه اساسي پرېکړه به د افغان حکومت په ګډون په راتلونکو خبرو کې کېږي:
"هلته [په دوحه کې] زموږ حضور ضروري نه دی، زموږ حضور په مستقیمو خبرو کې ضروري دی، له موږ پرته څوک د سولې تړون لاسلیکولای شي؟ د یوه دولت او غیر دولتي بنسټ ترمنځ موافقه کوم حقوقي حیثیت لري؟ د امریکا او ناټو اساسي شریک د افغانستان اسلامي جمهوریت دی چې واضح تړونونه ورسره لري او دا تړونونه د افغانستان د حقوقي بنسټ چې د افغانستان مقننه قوه ده، تصویب کړي دي او د افغانستان لویې جرګې هم تایید کړي دي."
طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي.اشرف غني
طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی.
ولسمشر وویل، د ده د حکومت اساسي هدف د هغو خنډونو لېرې کول دي چې له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پر وړاندې پراته دي.
غني د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډولو په اړه د طالبانو د غوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې دا مطالبه د خلکو د هیلو خلاف ده:
"طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي. انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې چې مشروع حکومت ولري."
ټاکل شوې چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات د روان ۲۰۱۹م کال د سېپټېمبر پر ۲۸مه وشي.