د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارچیچلې لبنا درې ساعته وکړېده


لبنا د قاري خوشال مشره لور وه
لبنا د قاري خوشال مشره لور وه

"د شپې دوه بجې وې، راپاڅېده، ویل یې په لاس مې درد دی، حالت یې زیات خراب وو نو له کوټې مو وویسته او په ګاډي کې مو شبقدر ته یووړه."

دا خبره د شپږ کلنې لبنا پلار قاري خوشال د اګست پر ۲۱مه مشال راډيو ته وکړه.

ده وویل، لبنا یې مشره لور وه، یو ورور او خور لري.

دی وايي، روانه اوونۍ چې شپې ناوخته لبنا ناروغه شوه او مور ته یې شکایت وکړ نو هغې ورته لاس وموږه/موښه.

قاري خوشال وايي، لبنا ژړا شروع کړه نو له خپل ورور غلام سخي سره روغتون ته روان شول.

سخي وايي، دوی د خپلې سیمې یعنې د یکه غونډ روغتون ته د ورتګ پر ځای سیده د شبقدر لوري ته روان شول ځکه چې ورته معلومه وه چې د سیمې په روغتون کې یې ښايي د ماشومې درملنه ونشي.

د سخي په خبره، "په لبنا په کور کې الټۍ (قی) لګېدلې وې، سا یې لنډه، لنډه کېده، مرۍ یې خرهار کاوه."

کوز مومند یوازې د یکه غونډ روغتون لري چې دروازې تقریباً هر وخت تړلې وې.

دا سرکاري روغتون په سیمه کې د کلیو د روغتیايي مرکز په توګه راجسټر دی خو پکې اسانتیاوې نشته.

لبنا د شپې دوه بجې مور ته وویل چې لاس یې درد کوي
لبنا د شپې دوه بجې مور ته وویل چې لاس یې درد کوي

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د مومندو استازی نثار مومند وايي، د روغتیا وزارت ته یې ویلي چې په روغتون کې عمله ورپوره کړي او دواګانې پکې وساتي.

غلام سخي وايي، د یکه غونډ روغتون ته خلک له "وېرې هم نه ورځي" ځکه چې امنیتي سرتېري پکې پراته دي او ډاکتران هم پکې نشته.

قاري خوشال وايي، شبقدر ته چې ورسېدل نو هلته په روغتون کې یوې نرسې او روغتیايي کارکوونکي لبنا ولیده او ورته یې وویل چې مار چیچلې، ژر یې "پېښور ته ورسوئ."

دی وايي، په اېمبولانس د اکسیجن ماشین هم خراب وو، د پېښور لېډي ریډنګ روغتون ته چې نېږدې ورسېدل نو لبنا "وفات شوه."

د سخي په خبره، لبنا درې ساعته مسلسل له درده وکړېده.

نثار مومند وايي، روغتیايي چارواکو ورسره منلې چې تر دې پېښې وروسته به "اوس د یکه غونډ روغتون شپه او ورځ [پرانیستی] وي."

کورنۍ یې لبنا په "سپینه هدیره" کې خاورو ته سپارلې، قاري خوشال ته خلک دعا ته ورروان دي او پر ټولنیزو رسنیو یې د لور انځورونه خورا مشهور شوي.

دی وايي، لبنا ځکه هم ورته ډېره ګرانه وه چې هوښیاره وه.

XS
SM
MD
LG