د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې سیکانو د بابا ګرو نانک زېږون ۵۵۰مه کلیزه لمانځلې


سیکان د کورمې ابراهیمزیو کې د بابا ګرو نانک زوکړې ورځ لمانځي
سیکان د کورمې ابراهیمزیو کې د بابا ګرو نانک زوکړې ورځ لمانځي

پېښور - په پاکستان کې سیکان د خپل مذهبي مشر بابا ګرو نانک د زېږون ۵۵۰مې کلیزې لمانځي پیل کړې چې په دې لړ کې په کورمه کې درې ورځنۍ لمانځغونډې شوې دي.

دا لمانځغونډې د اګست له ۱۵مې پیل او پر ۱۸مه یې پای ته ورسېدې.

د سدې من میت سینګ وايي، تر دې وروسته دوی د پاکستان نورو هغو ښارونو ته ورځي او غونډې کوي چې پکې ګرو نانک وخت تېر کړی.

په کورمه کې په درو ځایونو کې د سیکانو عبادتځایونه یا ګوردوارې دي چې پکې دوی د بېلا بېلو دیني غونډو پر مهال خپل کتاب ګرنګ لولي، ترانې وايي او موسیقي غږوي.

خو په پاړه چنار کې پر ۲۰۱۷ز کال له توري مارکېټ سره نېږدې تر دوو پرله پسې چاودنو وروسته حکومت هلته د سیکانو پر غونډو بندیز لګولی وو.

سیکان وايي، ګرو نانک څو پېړۍ مخکې په کورمه کې وخت تېر کړی وو
سیکان وايي، ګرو نانک څو پېړۍ مخکې په کورمه کې وخت تېر کړی وو

په هغو چاودنو کې تر ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سیمې اوسېدونکی سنتوک سینګ وايي، د ګرو نانک د زوکړې ورځ په مناسبت غونډې دوه کاله وروسته شوې دي چې دوی ورته خوشاله دي.

دی وايي، په دې ډول غونډو کې ارام او سکون مومي.

په کورمه کې د سیکانو یو مشر بابا مکن سینګ وايي، د دوی له عقیدې سره سم، ګرو نانک څو پېړۍ مخکې د پنجاب له حسن ابداله، کورمې ته ورغلی وو او هلته یې درې ځایه دمه کړې وه.

درې ورځنیو لمانځونډو ته ګڼ سیکان ورغلي ول
درې ورځنیو لمانځونډو ته ګڼ سیکان ورغلي ول

د ده په خبره، ګرو نانک وروسته، له کورمې څخه د اوسني افغانستان سلطانپور سیمې ته تللی وو او څه وخت یې هلته هم تېر کړ.

مکن سینګ زیاتوي، ګرو نانک د پنجاب په ننکانې صاحب کې پیدا شوی وو او په کرتارپور کې ومړ، نو همدا لامل دی چې د هغه د زوکړې او مړینې په اړه تر ټولو لویې غونډې په هم هغو سیمو کې کېږي.

د پاکستان حکومت د ګرو نانک د زېږون د ۵۵۰مې ورځې په مناسبت د کرتارپور لار پرانیستو اعلان کړی دی چې له هنده هم سیکان لمانځغونډو ته ورشي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG