د لاسرسي ځای

تازه خبر

نثار مومند وايي، د قبایلو د پرمختګ لپاره کار کول غواړي


دا اوونۍ په مشال مرکه کې د نثار مومند سره غږېدلي یو. نوموړی د عوامي نېشنل ګوند سره تعلق لري او د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ نوی غړی دی.

نثار مومند د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د مومندو د حلقې پي کی ۱۰۳ د خلکو استازېتوب کوي.

هغه د مومندو د ترکزي قبیلې او د یکه غونډ سیمې سره تړاو لري او وايي، د سکول او کالج پورې یې زده کړې په یکه غونډ کې او بیا یې نورې لوړې زده کړې په پېښور کې او همدا رنګه په شخصي یا پرایویټ توګه باندې کړې دي.

نثار مومند د سیاسي ژوند ترڅنګ د یو مدني فعال په توګه هم خپل نوم ځلولی دی. هغه د قبایلي پښتنو د حقونو لپاره هم په مبارزه کې فعاله ونډه اخېستې ده.

نوموړی وايي، د محصلۍ له دورې څخه یې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن سره لاره یوه کړې وه.

د نثار مومند د ژوند او کار په اړه نور معلومات په دې مرکه کې اورېدلی شئ:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG