د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هانګ کانک کې پروازونه پیل شول


د هانګ کانک هوايي ډګر.

د هانګ کانک هوايي ډګړ د اګست پر۱۳مه شپه د جمهوریت پلوه مظاهرهچیانو او پولیسو ترمنځ د نښتو وروسته فعاله شوی دی.

د اګست پر۱۴مه پروازونه خپل عادي حالت ته رسېدلي خو ځینې هغه یې بیا هم ځنډېدلي او یا منسوخ شوي دي.

په لسګونو پروازونه دوه ورځې مخکې هغه مهال منسوخ شول کله چې مظاهرهچیان هوايي ډګر ته ورننوتل.

د اګست پر ۱۳مه په هوايي ډګر کې د مظاهرو پر مهال مظاهرهچیانو دوه کسان د چین خفیه ایجنټانو په شک ووهل.

د چین حکومت د هانګ کانګ او مکاو د چارو دفتر دغه مظاهرې وغندلې او ترهګر عمل ته نېږدې یې بللي دي.

په بیان کې ککړو کسانو ته په سخته سزا ورکولو کې د ځايي انتظامیې په ملاتړ زور راوړل شوی دی.

په چینایي سیمه هانګ کانک کې له تېرو ۱۰ اونیو راهیسې د حکومت ضد مظاهرې روانې دي.

دا مظاهرې تر هغه بل وروسته لاپسې زیاتې شوې چې ترمخه يې د مشکوکو کسانو مقدمې په چین کې کېږي خو تنقید کوونکي وایي چې په داسې کولو سره به د هغوی حقونو ته زیان ورسېږي.

دغه بل په اخره کې وځنډول شو خو مظاهره کوونکي اوس نورې غوښتنې لري.

په هغې کې د هانګ کانک مشرې کیري لېم استعفی، نیغ په نیغه انتخابات کول، د موجوده مقننه تحلیلول او د پولیسو د مبینه تشدد پلټنې شامل دي.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG