د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د پشکال بارانونو مړي ۱۶۱ تنو ته رسېدلي


په پاکستان کې د پشکال بارانونو لړۍ کې د وژل شویو کسانو شمېره ۱۶۱ ته رسېدلې ده چې له جولای میاشتې راهیسې راروانه ده.

د چین سرکاري خبري ایجنسۍ شینواه په پاکستان کې د ناورینونو سمبالولو قامي ادارې (اېن ډي اېم اې) په حواله وايي نزدې شل تنه یواځې په کراچۍ ښار کې وژل شوي چې زیاتره یې د کورونو چتونو غورځېدو او د بجلۍ د شارټ لوجې مړه شوي دي.

په ځینو سیمو کې د بارانونو کچه ۱۹۲ مليمیټرو ته رسېدلې ده، هلته برېښنا پرې شوې، د ۲۰۰ میلیونو وګړو په دغه ښار کې ډېری مرګونه د کورونو چتونو په لوېدو کې شوي دي.

تمه ده چې د وروښتونو روانه لړۍ نن کمه شي.

د پاکستان موسمياتو ادارې ترمخه نن دوشنبه هم په شېبو شېبو د باران وړاندوینه شوې ده. په پاکستان کې نن د اګست ۱۲مه نېټه لوی اختر دی او په کراچۍ ښار کې په ډېری سړکونو کې اوس هم اوبه ډنډ ولاړې دي او په ژورو علاقو کې کورونو ته اوبه دننه تللي دي.

په ښار کې په دوه ورځو کې د بارانونو په مهال د بجلۍ د کرنټ له امله د خلکو د مړينو د پېښو پخلی سرکاري ميډيا کړی دی. د چارواکو په وېنا دولتي او غېر دولتي ادارې د باراني اوبو ويستو او په اوبو کې د ګېرو خلکو د مرستو په کارونو کې بوخت دي.

د دې ترڅنګ د ښار په زياترو برخو کې په دوهمه ورځ هم خلک د بجلۍ نشتوالي شکایت کوي.

د برېښنا ادارې (کي الېکټرک) ويلي عمله يې شپه او ورځ په باران کې بجلۍ په سمولو او د کرنټ له پېښو د ولس ژغورلو هڅې کوي.

د باران له امله د قربانۍ د څارویو منډۍ سخته اغېزمنه شوې او خلک د څارویو په اخیستو او سوداګر يې وايي په خرڅ کې د ستونزو او تاوان سره مخامخ دي.

د پاکستان په ډېری ښارونو کې د بینادي ښاري ډانچې نیمګړتیاوې په بارانونو او سېلاونو کې بیا بیا د ځاني او مالي تاوانونو سبب ګرځي.

د دې ترڅنګ د اورګاډي د محمکې او د هوايي اډې د سرچینو ترمخه د باران له امله د اورګاډو تګ راتګ او د جهازونو پروازونه هم اغېزمن ډېری د خپل وخت نه وروستو شوي او ځينې پکې ځنډول شوي هم دي.

له کراچۍ علاوه د سيند صوبې په حیدراباد، ميرپور خاص، سجاول او کراچۍ ته په نزدې پرتو سيمو او مکران ډويژن کې هم دغه ډول بارانونه شوي دي.

د سيند صوبې وزاعلي مراد علي شاه او د کراچۍ ښار ميئر وسيم اختر پرون د ښار ځينو علاقو ته ورغلي او ویلي يې دي پوره هڅه کوي چې د باران له امله رامنځته شوي د خلکو مشکلات کم کړي.

بلخوا د پوځ یو ویاند بیا د جرمني خبري ایجنسۍ ډي پي اې ته ویلي چې د حکومتي کارکوونکو تر څنګ پوځیان هم له لارو او کوڅو د سېلابي اوبو د ویستلو په کار بوخت دي. یوه چاپېریال پوه قمر زمان چودري یاد اژانس ته ویلي چې نړیوالې تودوښې د پشکال ورښتونو د توندېدو خطر زیات کړی دی.

د پاکستان په ډېری ښارونو کې د بینادي ښاري ډانچې نیمګړتیاوې په بارانونو او سېلاونو کې بیا بیا د ځاني او مالي تاوانونو سبب ګرځي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG