د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښه اخلاق او برخورد د نړۍ ضرورت دی: د کعبې امام


ښه اخلاق او برخورد د نړۍ ضرورت دی: امام کعبه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

ښه اخلاق او برخورد د نړۍ ضرورت دی: امام کعبه

پراګ ـ د یوې اندازې سره سم دوه میلیونه زیارت کوونکي یا حاجیان د عرفات په غونډۍ د حج په مراسمو کې برخه اخلي.

مفتي اعظم او د کعبې امام شيخ محمد بن حسن ال شيخ د حج په خطبه کې ویلي چې ښه اخلاق او ښه سلوک د نړۍ ضروتونونه دي.

نوموړي پر مسلمانانو غږ وکړ چې له ټولو خلکو سره دې ښه سلوک وکړي.

د سعودي عرب چارواکو ویلي چې په مکه مکرمه او مدینه منوره کې یې جدي امنیتي تدابیر نیولي او هر حرکت څاري.

حاجیانو بېګا شپه په یوه لویه میداني کې تېره کړه، نن د اګست پر ۱۰مه د عرفات پر غونډۍ کې دي، د ماښام په خړه کې به مزدلفې ته ځي او سبا به جمرات یا شیطانان په تیږو ولي. بیا به د اختر لمونځ او قرباني کوي.

په سعودي عربستان کې د نړۍ د مسلمانانو دا خاص مراسم به د اګست پر ۱۴مه پای ته ورسېږي.

د پاکستان حکومت د سږ کال لپاره د خپلې حج پاليسۍ د اعلان پر مهال ویلي وو چې (۱۸۴۲۱۰) پاکستانيان حج ته لېږل کېږي.

د رپوټونو په حواله، سږ کال له افغانستانه ۳۰۰۰۰ کسان د حج لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG