د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو اوسیدونکي د څاروو لپاره روغتونونه غواړي


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

په اورکزو کې د ماموزو اوسېدونکي غوښتنه کوي چې حکومت دې په سیمه کې ویټرنري سنټرونه یا د څاروو روغتونونه بیرته فعاله کړي.

یو ځايي اوسیدونکی بلال دین اورکزی وايي، درې د څارو روغتونونه د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت د ویجاړ کېدو وروسته له کلونو راهیسې بند پراته دي.

نوموړی زیاتوي، د دوی په سیمه کې په کورونو کې ساتل شوي څاروي اکثره وخت د بېلا بېلو ناروغیو ښکار کېږي چې ورته د علاج لپاره هېڅ سهولت نه شته.

د سامې محمد الیاس اورکزی وايي، د سیمې اکثرو اوسېدونکو په خپلو کورونو کې څاروي ساتلې دي چې ورته د علاج او احتیاطي ټیکې وخت پر وخت د لګېدو ضرورت وي خو هلته د ویټرنري سنټرونه د غیر فعاله کېدو له وجې دوی له ستونزو سره مخ دي.

بلخوا سېنېټر اورنګزیب اورکزی وايي، په سیمه کې د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت ویجاړ شوي د ځناورو ټول روغتونونه به بیرته ورغول شي چې ورته د دې لپاره حکومت فنډ هم منظور کړی.

په اورکزو کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ کالونو په منځ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات شوي وو چې په کې د سیمې روغتونونو ترڅنګ د خلکو کورونه، تعلیمي ادارې، سړکونه او مواصلاتي نظام ډېر متاثره شوی دی.

که څه هم هلته د بیا اباد کارۍ عمل روان شوی خو ځايي اوسېدونکي ترې مطمین نه دي او وايي، حکومت د دوی د ژوند د ښه کولو لپاره کوټلي ګامونه نه اخلي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG