د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ازربایجان پولې سره نېږدې دوه ایراني سرتېري وژل شوي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ایران سرکاري خبري اژانس وايي چې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک دوه غړي د اګست پر اوومه د هېواد په شمال غربي سیمه کې له وسله والو سره په نښتو کې وژل شوي دي.

دغه پېښه د غربي ازربایجان صوبې په ماکو سیمه کې شوې ده.

دغه علاقه له ترکي سره سرحد لري او د عراق کردستان ته هم نېږدې ده.

د ماکو ګورنر حسن عباسي ایراني میډیا ته وویل چې د ټیټې درجې دوه افسران په ډزو کې ووژل شول او یو بل سرتېری ټپي دی.

په دې وروستیو کې د ایران په غربي سیمه چې له ترکي او عراقي سرحدونو سره نېږدې ده د وسله والو او ایرانیو ځواکونو ترمنځ د نښتو یو شمېر پېښې شوې دي.

په زیاترو پېښو کې په عراق کې مېشت کرد وسله وال ښکیل ول.

دوی په ایران کې د کردانو د اکثریتي سیمو د خپلواکۍ غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG