د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او هند دې له زغمه کار واخلي: امریکا


سپینه مانۍ
سپینه مانۍ

امریکا د اګست پر اوومه په پاکستان او هند د ارامه اوسېدو غږ کړی او ورته یې ویلي چې له زغمه دې کار واخلي.

دا تر هغې وروسته ده چې د کشمیر پر سر د اسلام اباد او نوي ډلي ترمنځ کشالو زور نیولی دی.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له خولې ویلي امریکا د کشمیر په ګډون د نورو مهمو مسلو په اړه د هند او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا بیان په داسې وخت مخې ته راغلې چې د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وزیره ایلس ویلز د پاکستان په پنځه ورځني سفر ده.

نوموړې له پاکستانیو چارواکو سره د افغان سولې په بهیر خبرې اترې کوي.

خو تمه کېږي چې پاکستاني چارواکي ورسره د کشمیر په شخړه هم وغږېږي.

ویلز به د اسلام اباد وروسته د هند او سري لنکا سفرونه هم کوي.

پاکستان او هند د کشمیر په مسله درې وارې جنګونه کړي دي.

دواړه هېوادونه د کشمیر دعوی داران دي.

امریکا تر هغې وروسته بیان ورکړې چې د هند پارلېمان د جمو کشمیر پخوانی ځانګړی اییني حیثیت د ختمولو منظوري ورکړه او په دوه برخو کې یې تقسیم کړ چې د نوي ډلي تر مستقیم واک لاندې به وي.

د دغه پریکړې خلاف د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر په ګډون د پاکستان په یو شمېر برخو کې مظاهرې هم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG