د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیو مخنیوی په کار دی: دیني عالمان


عکس له ارشیفه
کابل کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي. ۲۰۱۶، ۲۶م اپرېل
عکس له ارشیفه کابل کې یوه ماشوم ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږي. ۲۰۱۶، ۲۶م اپرېل

په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو مخنیوي ادارې د اګست پر اوومه وویل چې په خیبر پښتونخوا کې پنځه نور ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د دوی په وینا د دې ناروغۍ د خپرېدو لویه وجه دا ده چې مور او پلار خپلو ماشومانو ته د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره څاڅکي نه ورکوي.

په پاکستان کې د دې څاڅکو پرضد یو شمېر داسې افواګانې خپرېږي چې ډاکټران یې بلکل غلطې بولي. اوس پوښتنه دا ده چې مذهب دې څاڅکو ته په کوم نظر ګوري؟

دیني عالمان وايي ، مذهب هیڅوک له دې نه منع کوي چې له بېلا بېلو ناروغیو د خپلو ماشومانو ساتلو لپاره هغوي ته دوايي یا درمل ورکړي.

د دوي په وینا پولیو هم یوه ناروغي ده چې د اسلامي هیوادونو په ګډون ټولې نړۍ د هم دې پولیو څاڅکو په مرسته له خپلو وطنونو ورکه کړې ده.

مفتي ډاکټر شوکت الله وايي، دا ډېره د بد قسمتۍ خبره ده چې د پولیو په څاڅکو پسې خلک بې بنیاده پروپېګنډې کوي.

( د اسلام پېغمر ویلي وو چې د نقصان شی د نقصان تر رسولو وړاندې ووژنی. نو ځکه موږ که پر لمانځه ولاړ یو هم چې لړم یا مار راشي نو وژنو یې. پولیو د ماشومانو د مستقبل خبره ده او شریعت هیڅوک له دې څاڅکو نه منع کوي)

مفتي اختر اورکزی وايي، د پولیو په څېر ناروغیو مخنیوی کول پر ټولو خلک واجب ده.

(پولیو یو داسې ناروغي ده چې سړی د ټول عمر لپاره معذوروي او بل ته یې محتاجه کوي. نو یاد لرئ چې د دې ناروغۍ مخنیوی پر موږ ټولو واجب دی. واجب ځکه ورته وایم چې ځینې ناروغۍ په یو کس کې پاتې شي خو دا ناروغي داسې ده چې له یو کس څخه بل ته لګېږي).

بل دیني عالم مفتي ذاکرالله ذاکري وايي ، اسلام له جهالت ، غربت او مرض څخه د پاکې ټولنې رامنځ ته کولو درس ورکوي.

(خدای پاک په قران کې ویلي چې تاسو په خپل لاس ځان حلاکت ته مه غورځوی او د اسلام پېغمبر ویلي چې خدای داسې ناروغي نده پیدا کړې چې د هغه علاج یې نه دی پیدا کړی نو تاسو علاج کوی)

د نړۍ په کومو هیوادونو کې چې لا هم د پولیو ناروغي موجوده ده په هغوي کې پاکستان او افغانستان په سر کې دي.

په پاکستان کې یوازې د روان کال په اوو میاشتو کې ۵۳ ماشومان پولیو هلي چې ۴۱ پکې د خیبر پښتونخوا دي.

XS
SM
MD
LG