د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خلیلزاد سره مو ګټوره ناسته درلوده: جیشنکر


د هند بهرنیو چارو وزیر سوبراهمنیم جيشنکر

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نوې ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان د سولې په تړاو خبرې کړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جیشنکر پر خپل ټویټر لیکلي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره‌ یې ګټوره لیدنه درلوده.

جيشنکر زیاته کړې چې خلیل‌زاد ورته "د افغانستان پر حالاتو یې هراړخیزه معلومات راکړل او خپل نظرونه مو تبادله کړل چې څنګه په مؤثره توګه ګډ کار کولای شي.

زلمی خلیلزاد د قطر له مرکز دوحې څخه هند ته تللی دی.

که څه هم د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پرسر د وروستۍ ترینګلتیا پس داسې شکونه شته چې ښايي د هند او پاکستان وروستۍ ناندرې او د افغانستان پر سولې یې اغېز زلمی خلیلزاد د نوي ډیلي سفر ته اړ کړی وي، خو نوموړی هندوستان ته تر روانېدو مخکې پر خپل ټویټر لیکلي چې نوې ډهلي ته د هغو لیدنو لپاره سفر کوي چې "له مخکې تنظیم شوي او هدف‌ یې د افغانستان سولې ملاتړ لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له ازادي راډیو سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال

اخوا بله لوړپوړې امریکايي ډیپلوماته الېس ولز اسلام‌اباد ته تللې ده.

د مرکزي او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې الېس ولز د سفر د هدف په اړه ډېر جزیات نه‌ دي ورکړل شوي، خو په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت ویلي چې هغه به څو ورځې په دې هېواد کې پاتې شي.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک
د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکی افراسیاب خټک وايي، پاکستان هڅه کوي چې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان په سوله کې د مرستې په بدل کې ورسره په کشمیر کې مرسته وکړي.

نوموړي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په شمول د یو شمېر پاکستاني چارواکو هغو څرګندونو ته په اشارې چې د کشمیر سوله‌ یې له افغانستان سره تړلې بللې وویل: "دوی غواړي امریکا ته ووايي چې تاسو پر هند فشار راوړئ، کنه پاکستان به د افغانستان په روغه جوړه کې چې کوم رول ادا کوي هغه به ادا نه‌کړای شي. دا پر امریکا د یو ډول فشار راوړلو هڅه ده، خو ګورو چې دا فشار به تر کومه حده کامیابېدای شي کنه؟"

تر دې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب سرچینو ویلي چې په ورستیو خبرو کې یې ښه پرمختګ کړی دی.

بل‌خوا هغه خبریالان چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې څاري وايي چې په سېشنبه د دواړو لوریو ترمنځ د یوې ممکنه هوکړې پر تخنیکي او عملي اړخونو بحثونو دوام درلود.

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG