د لاسرسي ځای

تازه خبر

که امریکا بندیزونه لیرې کړي مذاکرات کوو: روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي، که امريکا يې پر هېواد بندېزونه ليري کړي، نو مذاکرات ورسره کولی شي.

روحاني د اګست پر شپږمه پر سرکاري ټېلېوېژن وويل چې له ايران سره سوله د ټولو سولو او جګړه د ټولو جګړو مور ده.

د اګست پر پنځمه ايران د ۲۰۱۵ز کال د اټومي تړون اروپايي لاسلیکوونکو هېوادونو ته ویلي وو که پر دغه هېواد د امریکا په بندیزونو کې نرمي ونشوه نو تهران به پر دغه تړون عمل کم کړي.

د راپورونو له مخې د ایران اقتصاد ته د امریکايي بندیزنو له وجې ډېر زیان رسیدلې دی.

برتانیا، فرانس او جرمني نه دې تونيدلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران له یو اړخیزه فشار اچولو څخه منع کړي.

بندیزونه یو وارې بیا له هغې وروسته عملي شول چې تهران د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ د ټولو برامداتو بندولو ګواښ وکړ.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG