د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو اوسېدونکو د هېډکوارټر انتقال ځنډېدو ضد احتجاج کړی


پېښور - د اګست پر پېنځمه ګڼو خلکو د اورکزیو کلایې ته د سیمې د هېډکوارټر یا مرکزي ادارې انتقال ځنډېدو په غبرګون احتجاج کړی دی.

د ځوانانو اتحادیې او د اورکزیو ټولنې په مشرۍ په احتجاجي لاریون کې سلګونه کسانو او مشرانو ګډون وکړ.

دوی په لاس کې بینرونه نیولي ول او تر لاریون وروسته یې د سیمې په مرکزي څلورلاره کې جلسه وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د اګست له شپږمې دې، له ژمنې سره سم، سرکاري دفترونه له هنګو څخه کلایې ته انتقال کړي.

انتظامي مشرانو د اګست پر دویمه وویل چې له هنګو څخه کلایې ته د مرکزي ادارې (هېدکوارټر) انتقالولو بهیر د سیمې د ځینو قامونو مشرانو تر احتجاج او تحفظاتو وروسته د دوو اوونیو لپاره ځنډوي.

د منځي او بره اورکزیو ځینې قامونه وايي، حکومت دې سرکاري دفترونه د ضلعې په منځ کې داسې ځای جوړ کړي چې هلته د ټولو سیمو خلک په اسانۍ ورتللای شي.

خو د اتمانخېلو یو مخکښ جهانګیر جانانه وايي، کلایه ډېرو قامونو ته نېږدې ده او بل هغه ښار نه یوازې محفوظ دی بلکې له پخوا راهیسې پکې دفترونه ول چې پر خپل ځای قایم دي.

د ۲۰۱۸ز کال په مې کې چې قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه ورګډې شوې نو حکومت اعلان وکړ چې له ضلعو بهر مرکزي او سرکاري اداري دفترونه به سیمو ته انتقال کړي.

د بره اورکزیو یو اوسېدونکی شهید اورکزی وايي، حکومت دې د ابادۍ، انفراسټرکچر، تعلیم او صحت چارې په هغو سیمو کې تر سره کړي چې ورته یې زیاته اړتیا وي.

دی وايي، د اورکزیو د مرکزي ادارې انتقال لانجمنه موضوع ده نو ځکه دې حکومت لومړی د ټولو قامونو رایه واخلي او بیا دې اقدام وکړي.

حکومتي چارواکي هم وايي چې د اورکزیو خلک چې هر ځای وغواړي، ورته مرکزي اداره جوړوي.

په ۱۹۷۳ز کال کې چې د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو اورکزیو ته د قبایلي اېجنسۍ حیثیت ورکړ نو هغه مهال هم د قامونو لانجې له کبله یې مرکزي اداره د سیمې پر ځای په هنګو کې جوړه کړې وه.

د اورکزیو په هېډکوارټر یا مرکزي اداره کې د شاوخوا ۱۶ سرکاري ادارو دفترونو ترڅنګ او د ضلعي انتظامي مشر دفتر، عدلي کمپلېکس او د جرګې تالار شامل دي.

XS
SM
MD
LG