د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ په ټېکساس او اوهایو کې بریدونه "شیطاني کړنې" بللي


د امریکا ولسمشر وايي په حملو کې وژل شویو ته دعا کوي
د امریکا ولسمشر وايي په حملو کې وژل شویو ته دعا کوي

واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټېکساس او اوهایو کې د خلکو پر مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او بریدونه یې "شیطاني کړنې" بللي دي.

د اګست درېیمې شپې مهال په ټېکساس او څو ساعته وروسته د اګست پر څلورمه سهار وختي په اوهایو کې وسله والو پر خلکو ډزې وکړې چې پکې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول.

ټرمپ پر لیکلي چې د وژل شویو او ژوبلو درناوي په خاطر دې د امریکا په ټولو وفاقي ادارو کې د هېواد بیرغونه د اګست تر اتمې نیم کښو وي.

ټرمپ ویلي چې دی او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ د ټولو هغو خلکو لپاره، چې د ده په خبره، له دې شیطاني او نه مننونکي کاره زیانمن شوي، دعاوې کوي.

ټرمپ په یوه مخکیني ټويټ کې ویلي ول چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف بي ای) کارکوونکي او ایالتي او سیمه ییز پولیس په د ټېکساس په اېل پاسو او د اوهایو په ډېټن کې همکاري کوي او پولیسو پېښو ته د رسیده ګۍ په برخه کې بيړني ګامونه اخیستي دي.

د اوهایو په ډېټن کې یوه وسله وال د خپلې خور په شمول نهه کسان په ډزو کې ووژل او ۲۶ تنه نور یې ژوبل کړل.

د ډېټن د پولیسو یوه مشر میټ کارپر د پېښې په اړه وویل: "بریدګر ۲۴ کلن کانر بېټس وو، سپین پوستی وو. د ډزو په پایله کې ټول نهه وژل شوي کسان د اورېګن ناحیې په پنځم سړک کې ول."

د ډېټن تر بریدونو ۱۳ ساعته مخکې د شپې په شاوخوا یوه بجه د ټېکساس په اېل پاسو کې هم یوه بل بریدګر ۲۰ کسان ووژل او ۲۰ یې ټپیان کړل.

برید د اېل پاسو په یوه لوی پلورنځي کې وشو.

هغه ښار شپږ لاکه ۸۰ زره ابادي لري چې د ټېکساس په لویدیځ کې له میکسیکو سره پر پوله پروت دی او ګڼ هسپانیوي ژبي امریکایان پکې اوسي.

یوه ۲۱ کلن ځوان پیټرېک کروسیس تر دې پېښې وروسته ځان پولیسو ته سپارلی او هغوی بندي کړی.

یو داسې سند چې ویل کېږي کروسیس پر انټرنېټ خپور کړی وو، له توکمپاله او نیشنلېسټي څرګندونو ډک ښکاري.

په دې سند کې ویل شوي چې دا برید د هسپانوي توکمو له لوري د ټېکساس د "اشغال په ځواب کې" شوی.

د ټېکساس والي ګریک اباټ اېل پاسو ته تللی او خبریالانو ته یې وویل: "موږ د ټېکساس یووالي ته ژمن یوو او هر هغه څه چې په وس مو پوره وي، د دې پېښې له قربانیانو سره یې مرسته کوو، له هغو خلکو هم مننه کوو چې لومړني ګامونه یې اخیستي، برید ډېر لوی وو، خو هغوی وتوانېدل چې د ډېرو خلکو د زیانمنېدو مخه ونیسي.؛

د میکسیکو ولسمشر اندرېس مانوېل پر ټوېټر لیکلي چې پېښې خواشینی کړی دی.

د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس هم د بریدونه غندلي او د واټیکان په میدان کې یې دعا وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG