د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستانه زرګونه سرتېري باسي: رپورټونه


امریکايي پوځیان افغان ملي امنیتي سرتېري روزي او مشورې ورکوي
امریکايي پوځیان افغان ملي امنیتي سرتېري روزي او مشورې ورکوي

واشنګټن - رسنۍ وايي، امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کموالي ته تیاره ده چې په نتیجه کې به یې افغان حکومت او طالبان مستقیمې خبرې پیل کړي.

واشنګټن پوسټ، سي اېن اېن او د جرمني خبري اژانس د اګست پر لومړۍ د سرچینو په حواله خبر ورکړ چې د سولې له موافقې سره سم، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر به له اوسني ۱۴،۰۰۰ څخه د ۸،۰۰۰ او ۹،۰۰۰ ترمنځ شمېر ته ورښکته شي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی دی.

سي اېن اېن ټېلېوېژن ویلي، د امریکا په نورو اقداماتو کې په کابل کې د سفارت دننه د عملې او امنیتي کارکوونکو شمېر کمول هم شامل دي.

په افغانستان کې بهرني سرتېري د ناټو د "غوڅ ملاتړ" په چوکاټ کې د افغان سرتېرو د روزنې او ورته د مشورو ورکولو دنده تر سره کوي.

رسنیو دا خبر پر داسې مهال ورکړی چې ټاکل شوې په دوحې کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو پیل شي.

خلیلزاد د جولای پر ۳۱مه په کابل کې له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي ول چې له طالبانو سره د سولې جامع موافقه څلور مهم موضوعات لري چې پکې له افغانستانه د سرتېرو وتل، د طالبانو له لوري دا ضمانت ورکول چې د ترهګرو بریدونو مخه به نیسي، بین الافغاني خبرې کول او تلپاتې اوربند اعلانول شامل دي.

خلیلزاد او طالبانو دواړو ویلي چې د سولې په خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ویلي چې ښايي د سولې موافقه د سېپټېمبر تر لومړۍ نېټې وشي.

طالبانو هم ژر هوکړې ته د رسېدو هیله ښودلې.

XS
SM
MD
LG