د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی


قریشي له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی
قریشي له طالبانو سره په خبرو کې د پرمختګ هرکلی کړی

اسلام اباد - د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي.

د اګست پر لومړۍ د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې راغلي چې عمران خان د اګست پر لومړۍ له خلیلزاد سره ولیدل.

بیان وايي، وزیراعظم خپله ژمنه تکرار کړه چې اسلام اباد به د افغانستان د سولې او روغې په بهیر کې له امریکا او نورو خواو سره همکاریو ته دوام ورکوي.

بیان وايي، عمران خان په جولای کې واشنګټن ته په سفر کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ملاقات یادونه هم وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سوله یې د هېواد په ګټه ده.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر لومړۍ په جلا بیان کې ویلي چې خلیلزاد، قریشي په دوحې کې له طالبانو سره تر اوسه د شویو خبرو له پرمختګه خبر کړ او د کابل تازه سفر په اړه یې هم ورته معلومات ورکړل.

خلیلزاد د جولای پر ۲۳مه د سیمې سفر له پیل راهیسې په کابل کې وو او د اګست پر لومړۍ، دوحې ته تر روانېدو مخکې اسلام اباد ته ورغی.

نوموړي د جولای پر ۳۱مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د کابل وروستی سفر یې د سولې په تړاو د خبرو له پیل راهیسې تر ټولو زیات موثر وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، قریشي په دوحې کې په شویو خبرو کې د پرمختګ هرکلی وکړ او هوډ کې وښود چې هېواد به یې د افغانستان سولې او ثبات په برخه کې د روغې جوړې هڅو ته دوام ورکوي.

خلیلزاد له پاکستانیو چارواکو سره پر داسې مهال لیدلي چې ټاکل شوې نوموړی په قطر کې له طالب استازو سره د خبرو اتم پړاو پیل کړي.

نوموړي هیله ښودلې چې په دې پړاو کې به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین هم ځینو رسنیو ته ویلي چې هیله من دي چې په راتلونکې اوونۍ کې له امریکايي چارواکو سره د جګړې ختمولو یوې موافقې ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG