د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزی: د سولې بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې دی


کرزی د سولې په خبرو کې پرمختګ مهم بولي
کرزی د سولې په خبرو کې پرمختګ مهم بولي

کابل - د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې بهیر د امریکا او پاکستان په واک کې دی.

په افغانستان کې د سولې په تړاو له روانو هڅو سره هممهاله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د سولې خبرې اوس مهم پړاو ته رسېدلي دي.

کرزی د امریکا له لوري د سولې په تړاو د روانو هڅو هرکلی کوی، خو وايي چې د افغان سولې بهیر واک افغانان نه، بلکې امریکا او پاکستان په لاس کې لري.

نوموړي د اګست پر لومړۍ په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل: "زموږ هڅه باید دا وي چې د سولې پروسه افغاني شي چې تر اوسه نه ده شوې او په دې تړاو هڅې هم روانې دي چې دغه پروسه د امریکا او پاکستان په واک کې پاتې شي، د سولې پروسې واک د دواړو هېوادونو له خوا زموږ په زیان دی."

پخوانی ولسمشر د سیاسي رهبرانو پر اتفاق ټینګار کوي او له طالبانو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي، د دې لپاره چې روانه جګړه د بهرنیانو په ګټه ده.

کرزی وايي، امریکا له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به افغان حکومت او طالبان هم هوکړې ته ورسېږي.

هغه همداشان د افغانستان د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو لکه روسیې، چین، ایران او هند ونډه مهمه یاده کړه.

افغان حکومت د کرزي تازه څرګندونو په غبرګون لا څه نه دي ویلي خو د سولې عالي شورا مرسیتال عبدالخبیر اچقون د اګست لومړۍ پر مازیګر مشال راډیو ته وویل چې دغه څرګندونې له حقیقته لرې دي او د سولې پروسه د افغانانو په لاس کې ده:

"دغه څرګندونې حقیقت نه لري، دولت او خلک د افغانستان د سولې پروسې څښتنان دي او داسې څرګندونې باید ونشي، د سولې پروسه د افغانانو په لاس کې ده، له خلیلزاد سره په همغږۍ دغه بهیر پرمخ روان دی."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ اتم پړاو خبرې په قطر کې پیل شي.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG