د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د سېنېټ مشر پر ضد د بې باورۍ تحریک ناکام


صادق سنجرانی د ۲۰۱۸ز په مارچ کې منتخب شوی وو

اسلام اباد - د اګست پر لومړۍ نېټه د پاکستان د سېنېټ د مشر صادق سنجراني پر ضد د بې باورۍ پر تحریک ناکامه شوی دی.

د پاکستان له وخت سره سم، د ماسپښين پر پاو باندې دوه بجې د سېنېټ غونډه پیل شوه چې پکې ولسمشر د پرېزایډېنګ افسر دنده سېنېټر محمد علي سیف ته ورکړې.

په غونډه کې لومړی د سنجراني پر ضد د عدم اعتماد تحریک پرېکړه لیک (قراداد) وړاندې شو او بیا ورباندې سېنېټرانو رایې واچولې.

د حکومت او اپوزیشن د پولېنګ اېجنټانو په موجودګۍ کې د ووټونو شمېر بشپړ شو چې ورسره سم، د سنجراني په مخالفت کې ۵۰ رایې کارول شوې وې.

د اپوزیشن د تحریک بریا لپاره ساده اکثریت یعنې ۵۳ رایې په کار وې.

د پاکستان په سېنېټ کې ټول ۱۰۴ غړي دي چې پکې شاوخوا ۱۰۰ خپلې رایې وکارولې.

۴۴ سېنېټرانو د سنجراني په حق کې رایې واچولې او پېنځه ووټونه رد شول.

تر دې وروسته د واکمن تحریک انصاف سېنېتر شبلي فراز د سېنېټ د مشر مرستیال سلیم مانډویوالا پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړ چې تر منظورۍ وروسته ورباندې رایې واچول شوې.

خو د مانډویوالا ضد تحریک هم ناکامه شو او هغه پر خپلې څوکۍ پاتې شو.

د سېنېټ د مشر پر وړاندې د عدم اعتماد اقدام په اړه فیصله د جون پر ۲۶مه په اسلام اباد کې د جمیعت علمای اسلام (ف) په کوربه توب د اپوزیشن په ګڼګوندیزه غونډه کې شوې وه.

سنجراني هغه مهال ویلي ول چې د سېنېټرانو د جمهوري حق درناوی کوي، خو له خپلې دندې استعفا نه ورکوي.

په سېنېټ کې د مسلم لیګ (ن) ۳۰ او د پیپلز ګوند ۲۰ غړو په ګډون د اپوزیشن ګوندونو ټول ۶۷ غړي دي.

د واکمن تحریک انصاف ۱۴ سیاستوالان د سېنېټ غړي دي او ورسره په اېتلاف کې ۱۵ نور سېنېټران شامل دي.

د سېنېټ اته غړي ازاد یا خپلواک حیثیت لري.

سنجرانی د ۲۰۱۸ز کال په مارچ کې د سېنېټ مشر په توګه منتخب شوی وو.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG