واشنګټن - امریکا د جولای پر۳۱مه، د ایران بهرنیو چارو پر وزیر جواد ظریف محدودیتونه ولګول.
د امریکا د مالي چارو وزارت اعلان وکړ چې له دې اقدام سره په امریکا کې یا له هغه هېواده د ظریف کنټرولېدونکې شتمنۍ کنګلېږي.
د دې ترڅنګ واشنګټن پر نوموړي سفري بندیزونه هم لګوي.
خو بیا هم تمه کېږي چې ظریف کولای شي چې پر سختو پابندیو سربېره په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو غونډو ته ورشي.
په عین وخت کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر دفتر په یوه بیان کې ویلي، واشنګټن د ایران پر اټومي پروګرام هم بندیزونه غځولي.
د امریکا د مالیې وزیر سټیون مینوچین په بیان کې ویلي چې ظریف د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي بې احتیاطه اجڼدا او بې ثباته کوونکې تګلارې پر مخ وړي او په نړۍ کې د رژیم ویاند دی.
په بیان کې ویل شوي چې امریکا د ایران حکومت ته واضحه پیغام ورکوي چې اوسنۍ رویه یې په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.
جواد شریف پر ټویټر ویلي امریکا ورباندې بندیزونه ځکه لګولي چې دی یې اجنډې ته ګواښ دی.
د ده په خبره، محدودیتونه ورباندې هېڅ اثر نه لري ځکه چې له ایرانه دباندې شتمنۍ نه لري.
ظریف د اټومي پروګرام پر سر له امریکا او نورو هېوادوه سره د کشالو ختمولو په لړ کې د ایراني حکومت مهم غړی دی.
واشنګټن پر ایران تور لګوي چې اټومي وسله جوړول غواړي خو تهران یې ردوي.