د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: قاضي د ترهګرۍ بندي حامد حیات مقدمه بیا ګوري


په امریکا کې یوه قاضي د جولای پر۳۰مه د ترهګر برید پلانولو په تور د یوه پاکستاني توکمه وګړي د بند سزا لغوه کړې ده.

اسوشيېټډ پرېس اژانس لیکي، په کیلېفورنیا کې یوه فېډرالي قاضي ګارلینډ برېل په خپله فیصله کې ویلي چې په مقدمه کې د حامد حیات وکیله کم تجربه وه نو د هغه سم استازیتوب یې نه وو کړی.

وفاقي څارنوالان وايي، د حیات د بند سزا ختمولو فیصله ګوري خو دا یې و نه ویل چې ایا پر هغه به بیا د مقدمې چلولو هڅه کوي او که نه؟

حامد حیات په کیلېفورنیا کې زېږېدلی وو او د ایالت په مرکزي کرنیزه سیمه کې یې د بزګر په توګه کار کاوه.

پر نوموړي تور پورې شوی وو چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ په کیمپ کې تر روزنې وروسته په امریکا کې د حملې پلان جوړ کړی وو او د امریکا د فېډرالي پلټنو ادارې کارکوونکو ته یې درواغ ویلي ول.

د اژانس په خبره، هغه وخت پلټونکو ویلي ول چې پېنځه نیولي کسان له القاعدې وسله والې ډلې سره تړاو لري خو یوازې حیات د ترهګرۍ په تور مجرم وبلل شو او ورته په ۲۰۰۶ز کال د ۲۴ کلونو بند سزا واورول شوه.

حیات چې اوس ۳۶ کلن دی، ۱۴ کاله یې په بند کې تېر کړل.

د هغه د نویو وکیلانو ډلې ډلې ویلي چې د خوشې کولو هڅې یې کوي.

دوی په یوه بیان کې ویلي چې دوو قاضیانو د باوري شهادتونو پر اساس معلومه کړه چې حیات هغه جرمونه نه دي کړي چې ورباندې یې تور پورې شوی وو.

بیان زیاتوي چې دا ښيي چې حیات بېګناه دی.

قاضي برېل په خپله فیصله کې ویلي چې د یوې بلې قاضيې له دې سپارښتنې سره موافق دی چې د حیات وکیله وږمه مجددي د هغو ګواهانو په موندلو کې پاتې راغلې وه چې ویلي یې وای چې کله نوموړی په پاکستان کې خپل کلي ته تللی وو نو د ترهګرۍ روزنه یې نه وه ترلاسه کړې.

قاضي ویلي، وکیلې باید همداراز، دا هم ثابته کړې وای چې د حیات له بټوې څخه پر ترلاسه شوي کاغذ دیني متن لیکل شوی وو ځکه چې ډېر مسلمانان ایتونه او حدیثونه په بټوه کې ګرځوي.

خو برېل د بلې قاضیې یو شمېر نورې خبرې رد کړې چې ګواکې وکیله تېروتې وه یا یې په ازادانه ډول مقدمه نه وه پر مخ بیولې.

شاهدان وايي، حیات د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۵ز کلونو ترمنځ پاکستان ته تللی وو، هلته یې واده وکړ او له خپل کلي څخه بهر یې تر یوې اوونۍ زیات وخت نه وو تېر کړی، خو په امریکا کې تر نیول کېدو وروسته یې په ظاهره منلې وه چې په روزنیز کیمپ کې یې له درو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت تېر کړی وو.

د هغه کورنۍ په یوه بیان کې ویلي، ((حامد حیات د خپل ژوند ۱۴ کاله بیا نشي ترلاسه کولای)) خو هغوی خوشاله دي چې په قضیه کې یې دومره لوی پرمختګ وشو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG