د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ چېرمېن برخلیک به سبا مالومېږي


په دې عکس کې ښودل شوي د پاکستاني سېنټ چېرمېن د تيرکال په ولسمشريزه ټاکنو کې خپله رايي ورکوي.
په دې عکس کې ښودل شوي د پاکستاني سېنټ چېرمېن د تيرکال په ولسمشريزه ټاکنو کې خپله رايي ورکوي.

ټاکل شوې د اګست پر لومړۍ نېټه د سېنټ چیېرمېن صادق سنجراني خلاف د اپوزيشن ګوندونه لخوا پر راوړي عدم اعتماد تحريک رایې وشي.

د اپوزیشن 'رهبر کمېټۍ' د پاکستان سېنېټ چیېرمېن لپاره خپل ګډ کاندید سېنېټر میر حاصل بزنجو ټاکلی. بلخوا د تحریک انصاف په مشرۍ حکومتي اتحاد وایي، د سېنېټ د اوسني مشر ملاتړ به جاري ساتي.

د پاکستان ولسمشر لخوا د اګست پر لومړۍ نېټه د سېنېټ ناستې لپاره نومول شوی پريزايډنګ افسر محمد علي سیف په سېشنبه مشال رېډيو ته وويل: ''که د موجوده چېرمېن خلاف تحريک منظور شي نو ورسره سمدستي به پرې رای وشي.''

همداراز څرګندونې په سېنټ کې د حکومتي ګوند تحريک انصاف غړي او په سېنټ کې د ايوان مشر شبلي فراز هم کړي. نوموړي د جولايي پV ۳۱ مه له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل چې ګنې سنجراني له رايي اچونې مخکې په استعفا ورکولو غور کوي.

په سېنټ کې د اپوزيشن مشر راجه ظفرالحق پرون له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې څه باندې يو کال مخکې پيپلز پارټۍ له حکومتي ګوند تحريک انصاف او بلوچستان عوامي پارټۍ سره په شريکه د سېنټ چېرمېن ټاکلی وو خو اوس د دواړو ترمنځ اختلافات دي او پيپلز ګوند له اپوزيشن سره دی چې له وجې يي په سېنټ کې د دوی اکثريت جوړيږي نو پکار ده چې مشر هم د دوی وي.

''د جمهورت ګټه به دا وي چې د چا اکثريت دی هم هغوی بايد د سېنېټ مشر وټاکي. زما په خيال که د سېنېټ چېرمېن او مرستيال يې د اکثريت يعنې د اپوزيشن لخوا وټاکل شي نو دا به له حکومت پرته د ټولو په ګټه وي. حکومت به د اپوزيشن له مرضۍ پرته قانون سازي نشي کولای. بلکې تر دې دمه قانون سازي هم نه کېدله ځکه چې اکثريت د اپوزيشن دی او د سېنېټ مشر د حکومت دی.''

په اسلام اباد کې د سياسي چارو پوه قريش خټک بيا د جولايي په ۳۰ مه مشال راډيو ته وويل: ''د سېنېټ مشري دومره ارزښت نلري ځکه چې په سېنټ کې بل د اکثريت په خوښه منظورېږي او دا وخت په سېنېټ کې اکثريت د اپوزيشن ګوندونو دی او که نوی مشر ټاکل کېږي نو بيا به هم اکثريت د دوی وي.''

البته قريش خټک زياتوي که اپوزيشن د سېڼټ چېرمېن په لیرېکولو کې کاميابېږي نو دا به د حکومتي ګوند تحريک انصاف پروړاندې د اپوزيشن يوه نفسياتي بريا وي.

دا په داسې حال کې ده چې اپوزيشن ګوند جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۸ مه دړکه کړې که وزیر اعظم عمران خان استعفا ور نه کړي نو اسلام اباد ته به لاریون پیل کړي.

XS
SM
MD
LG