د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې له چاودنې درې کرویشیايي سرتېري ژوبل


کابل نننۍ چاودنې
کابل نننۍ چاودنې

د کرویشیا دفاع وزارت وایي چې درې سرتېري یې د جولای پر ۲۴مه په کابل کې په یوه چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د جولای پر ۲۴مه مشال راډیو ته ویلي دا پېښه نن سهار د ده سبز ولسوالي د تره خیلو په تنګي کې هغه مهال وشوه چې د سړکغاړې یو ماین د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کتار وچاودېد.

د کرویشیا دفاع وزیر درمیر کرستیچویچ چې د جولای پر ۲۴مه یې پلازمینه زاګریب کې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې پر ځواکونو یې دغه چاودنه د کابل په ځنډه کې یوې پوځي اډې ته نېږدې شوې ده.

هغه وویل د درې ټپي شویو سرتېرو له ډلې د یوه روغتیایي وضعیت خطرناک دی.

چارواکو بیا ویلي چې پر موټر سایکل سپاره یوه کس له موټرو سره ځان جنګولی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دغه ځانوژونکې حمله دوی کړې او د امریکا استخباراتو د ادارې کارکونکي په نښه شوي ول.

د کرویشیا ۹۹ سرتېري دا مهال په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت کې دنده ترسره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG