د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د مېرمنو لپاره ځانګړي عدالتونه جوړېږي


د ارشیف انځور

اسلام اباد ـ د پاکستان چیف جسټس یا مشر قاضي اصف سعید کوسه وايي، په هیواد کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه به ډېر زر ځانګړي عدالتونه په کار پیل وکړي.

نوموړي د جولای پر ۲۷مه په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د پاکستان د ایین له مخې مېرمنې او سړي د یو ډول حقونو څخه برخمن دي او دوی په دې موخه مېرمنو ته د ځانګړو عدالتونو د جوړولو پلان لري چې پر هغو د تشدد په مخنیوي کې کومک وشي.

هلته د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ هم په دې وروستیو کې د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه په روان کال کې یو بل منظور کړی وو چې پکې پر مېرمنو تشدد کونکیو ته د سزا او جرمانو ورکولو یادونه شوې وه.

د مېرمنو د حقونو لپاره د کارکوونکې ادارې عورت فاونډېشن یو مشر عاصم ملک وايي، په ملک کې پر زرګونو مېرمنو تشدد کېږي خو یواځې څلور په سلو کې مېرمنې د انصاف غوښتو لپاره عدالتونو ته ورځي.

نوموړی وايي، د پاکستان مشر قاضي چې کومه خبره کړې هغه ځکه دومره د پام وړ نه ده چې وار له مخې د مېرمنو د حقونو د ساتنې لپاره چې کوم قوانین موجود دي، پر هغې عمل نه کېږي. دی پر مېرمنو د تېزابو د شیندلو خلاف د قانون او د ورارث ورکولو د قانون یادونه کوي چې په وینا یې تر اوسه پرې عمل نه دی شوی.

خو د مېرمنو او د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکې شاهده شا بیا د چیف جسټس دې اعلان ته خوشبینه ده او وايي که مېرمنو ته د هغوی د حقونو په اړه خبرداری ورکړل شي او د هغوی لپاره د ځانګړو عدالتونو پروسه عملي شي، دا کار حتما ښې پایلې لري.

په پاکستان کې پر مېرمنو د تشدد زیاتې پېښې مخې ته راځي. د پنجاب د پولیسو په وینا په ۲۰۱۸ز کال کې یواځې به لاهور ښار کې، څه کم ۴۰۰۰ پېښې له دوی سره ثبت شوې وې.

هملته په پنجاب کې د مېرمنو لپاره کارکوونکی کمېشن وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې پنځو زرو نه زیاتو مېرمنو دوی سره خپل شکایتونه جمع کړي چې ګوندې له هغو سره جنسي تېری شوی دی.

XS
SM
MD
LG