د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت انتقامي سياست کوي: مولانا فضل الرحمن


مولانا فضل الرحمان وايي، د احتساب عمل د غچ اخیستو لپاره کارېږي

پراګ - د پاکستان اپوزيشن ګوندونو پر واکمن تحريک انصاف د سياسي انتقامي کارروايۍ تورونه لګولي دي.

د جمعيت علمای اسلام (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د جولای پر ۲۷مه، په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې د عمران خان حکومت جعلي دی او ټول اپوزیشن ګوندونه د حکومت ضد متحد دي.

مولانا فضل الرحمن زياته کړه چې د احتساب غلط استعمال له وجې موجوده حکومت خپل اعتماد بايللی دی: "دا احتساب نه دی بلکې سياسي ګرفتارۍ دي. د احتساب په نامه انتقامي کارروايانې روانې دي. د سياسي مشرانو نيولو لړۍ په هره زمانه کې شوي خو سياستوالانو د دې مقابله کړې ده."

حکومت پر چا بې ځايه يا د سازش له مخې مقدمې نه جوړوي.
فردوس عاشق اعوان

مولانا فضل الرحمان دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د اسلام اباد ضلعي انتظامیې د کرایه دارۍ له قانونه د سرغړونې په تور د پخوانی وزیراعظم نواز شرېف نېږدې ملګری عرفان صدیقي د جولای پر ۲۷مه، ونيو او د پلټنو په موخه یې د ۱۴ ورځو لپاره پولیسو ته وسپاره.

پر نوموړي تور پورې شوی چې خپل کور یې چې په کرایه ورکاوه نو پولیس یې نه ول خبر کړي او په همدې توګه یې د قانون سرغړونه کړې.

د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزيب په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې عرفان صديقي ځکه نيول شوی چې هغه د نواز شريف ایيني او قانوني بيانيې ملاتړ کولو او نېږدې ملګری يې دی.

د مسلم ليګ نون ويانده مريم اورنګزيب
د مسلم ليګ نون ويانده مريم اورنګزيب

​هغې زياته کړه: "پر عرفان صديقي صاحب هغه شان مقدمه درج شوې ده چې ۳۰ کاله مخکې به د مېښو غلا مقدمې په سياستوالو جوړېدې. دا له هغې هم پرېوتې مقدمه ده. دا مقدمه په عرفان صديقي نه ده بلکې د هغه نوم نواز شريف سره تړلی دي او دا د هغه قصور دی."

خو د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان په اسلام اباد کې مختلفو رسنيو او خبريالانو سره خبرو کې وويل چې د عرفان صديقي ګرفتارۍ په اړه پلټنې کوي او هېچا سره به ناانصافي نه کېږي.

نوموړې زياته کړه دا د حکومت پاليسي نه ده چې بېځایه مقدمې جوړې کړي.​

د پاکستان پخواني وزير اعظم نواز شريف، د پیپلز پارټۍ شریک مشر او پخواني ولسمشر اصف علې زرداري په ګډون ګڼ نور سياستوال بنديان دي.

د جولای پر ۲۵مه، نېټه په پاکستان کې د حکومت ضد د احتجاجونو وروسته په مرکز او پنجاب صوبه کې حکومت د مخالفه ګوندونو سیاسي مشرانو د نیولو لړۍ تېزه کړې ده.

د پخواني وزيراعظم نواز شريف نېږدې ملګري عرفان صديقي تر ګرفتارۍ مخکې د پنجاب حکومت په لاهور کې د احتجاجې غونډې پر مهال امنېت ته د زيان رسولو او عامو خلکو ته ستونزې جوړولو په تور د یو شمېر مخالفه سیاسي ګوندونو سياستوالانو ضد مقدمې درج کړي.

خو واکمن تحريک انصاف حکومت په وار وار د اپوزيشن ګوندونو تورونه رد کړي او وايي چې مخالفان له احتساب عمل څخه بچ کېدو لپاره مظاهرې او خبري غونډې کوي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG