د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پاکستان ته د ۱۲۵ میلیونه ډالرو پوځي مرستو منظوري ورکړې


ایف ۱۶ جنګي الوتکې
ایف ۱۶ جنګي الوتکې

پراګ: د امریکا بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ایف ۱۶ الوتکو د تکنیکي او لاجسټکي مرستو لپاره د ۱۲۵ میلیونه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویبپاڼې او د پاکستان سرکاري رسنیو د جولای پر ۲۷مه ویلي چې د امریکا د امنیتي همکارۍ ادارې د دې ممکنه خرڅلاو لپاره د جولای پر ۲۶مه کانګریس ته درخواست لیږلی دی.

دا له هغې وروسته ده چې د جولای پر ۲۲مه پاکستاني وزیراعظم عمران خان په واشنګټن کې له امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ملاقات وکړ.

دا چې د امریکا لخوا پاکستان ته د مرستو ورکولو او د وزیراعظم عمران خان هلته سفر به د دواړو هېوادونو پر اړیکو څه اغیز وکړي.

کارپوه منصور اکبر کنډي مشال رېډيو ته وویل، که څه هم د وزیراعظم عمران خان قامي تګلاره ډیره ښه نه ده او ورسره د سیاسي ګوندونو اختلافات هم زیات دي خو د نوموړي بهرنۍ پالیسي په کامیابۍ سره پرمخ روانه ده.

ده وویل ، “ د عمران خان یو کال وشو، په دې کې له ده سره ښې خبرې هم تړلې دي او مایوسۍ هم. خو د نوموړي په یو کال کې بهرنۍ پالیسي ډیره ښه روانه ده. عمران خان په خپل سفر کې پر امداد زور نه دی اچولی، دا یو حقیت دی. د پاکستان او امریکا تعلقات نن نه دي پیل شوي او بل د امریکا هم مجبوري ده.”

د پاکستان او امریکا ترمنځ په وروستیو کې اړیکې خرابې شوې وې. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور پور کړی وو چې د وسله والو ډلو خلاف پرېکنده ګامونه نه پورته کوي او له دې کبله یې دې هېواد تهپوځي مرستې بندې کړې وې.

د پاکستان پوځ بیا وايي، د ترهګرۍ خلاف جنګ کې یې لویې قربانۍ ورکړې دي او د وسله والو پر ضد بې له توپیره کارروايي کوي.

د نړیوالو چارو پوه ډاکټر سرفراز خان وايي، د امریکا لخوا پاکستان ته د ایف ۱۶ الوتکو په مد کې د ۱۲۵میلیونه ډالرو ورکول به د کېري لوګر بیل او د دې په ترڅ کې له جمهوري حکومت سره مرستې کولو په څیر د شوو ژمنو خلاف ورزي وي.

نوموړی وايي، “ ماته داسې ښکاري چې دا خرڅلاو د کیري لوګر بیل مخالفت دی. له وزیراعظم عمران خان سره زموږ د پوځ مشر هم تللی وو او دا اوسنۍ معاهدې د پاکستاني ولس لپاره نه بلکې د عسکرو لپاره شوې دي.”

د پاکستان سرکاري رسنیو ترمخه، د پاکستان حکومت له امریکايي حکومت او قراردادیانو د تکنیکي او لاجسټکي مرستو ترڅنګ د ایف ۱۶ الوتکو په برخه کې په دوامداره توګه د ملاتړ ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا خرڅلاو به د امریکا ټیکنالوجي خوندي کولو سره د واشنګټن بهرنۍ پالیسۍ او ملي امنیت په برخه کې مرسته وکړي .

XS
SM
MD
LG