د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزۍ ضلعې خلک وايي ، پوځ دې د سوارلیو پر موټرو بندیز لرې کړي


د اورکزۍ قبایلي ضلعې نقشه

پراګ: د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي ، پوځ دې د دوي په سیمه کې د سوارلي پر موټرو لګولی بندیز لرې کړي.

د دوي په وینا ، د دې له کبله نه یوازې ولس ته په تګ راتګ کې ستونزې دي بلکې د لوی شمېر خلکو روزګار یې هم اغېزمن کړی دی.

یو ځايي ټولنیز فعال بلال دین اورکزی وايي، هلته یوازې هغه موټرې پر امنیتي پوستو پرېښودل کېږي چې له امنیتي ادارو سره یې اندراج شوی وي.

ده وویل چې که دا بندیز یې لرې کړ نو به نه یوازې د ولس ستونزې هوارې شي بلکې ډېرو خلکو ته به د کاروبار زمینه برابره شي.

د محمد الیاس اورکزي په نامه بل ټولنیز فعال مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي ادارو دې تګلارې د دوي د سیمې ولس ډېر ځپلی دی.

ده وویل په کار ده چې امنیتي او حکومتي چارواکي د دې بندیز لرې کولو لپاره زر تر زره ګامونه پورته کړي چې د ولس په ژوند کې اسانۍ راشي.

په اورکزۍ ضلع کې مېشتو پوځي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځايي انتظامیه وايي چې دا د امنیتي حالت له کبله لګول شوی دی.

د پاکستان په سېنټ کې د یادې سیمې یو استازی سنېټر اورنګزیب اورکزی وايي چې څه موده وړاندې یې په دې اړه له پوځي چارواکو سره خبرې کړې وې او هغوي ژمنه ورسره کړې وه چې هلته به د تګ راتګ په اړه لګول شوي بندیزونه لرې کوي.

سنيټر اورنګزیب دا هم وویل چې هلته به پر امنیتي پوستو له ولس سره په چلند کې نرمي راوستل کېږي او هغوي به نه ځورول کېږي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۰م کال کې په اورکزۍ ضلع کې د وسله والو پرضد عملیات پیل کړي وو چې له کبله یې شاوخوا ۴۰ زره کورنۍ بې کوره کړل شوې وې.

د یادې قبایلي ضلعې یو شمېر سیمې داسې دي چې تر پوځي عملیاتو وروسته خلک ورستانه شوي دي خو هلته له موجودو ستونزو سر ټکوي.

دوي وايي ، د لارو تړل کېدو ، د پوځ پر امنیتي پوستو د تلاشیو اخیستل کېدو او داسې نورو بندیزونو یې په ژوند کې ډېر مشکلات پیدا کړي دي.

د اورکزۍ تر څنګ په یو شمېر نورو قبایلي ضلعو کې هم خلک وايي چې دوي د پوځ له خوا پر ګرځېدلو بیا بیا لګول کېدونکو بندیزونو یا کرفیو ، ، د لارو تړل کېدو او پر امنیتي پوستو د عسکر د ناوړه چلندله کبله ډېر تنګ دي.

پوځي چارواکي وايي دوي پر امنیتي پوستو تېرېدونکی هیڅوک نه تنګوي خو ځینې ګامونه یې د امنیت ساتلو لپاره پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG