د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیار یم چې ایران ته ولاړ شم: پامپیو


د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ته تیار دی چې ایران ته ولاړ شي او د هغه هېواد ولس ته ووايي چې د مشرانو کړنو یې څرنګه هېواد ته تاوان رسولی دی.

پامپیو د جولای پر ۲۵مه له بلومبرګ ټي وي چینل سره په مرکه کې وویل که داسې یوه موقع وي نو په خوشالۍ سره به ایران ته ولاړ شي.

نوموړي وویل مقصد به یې پروپاګنډ نه وي بلکې ایرانیانو ته به ریښتیا ووايي چې مشرتابه یې څه کړي او ایران ته یې څه ډول زیان رسولی دی.

په مرکه کې نوموړي د ایران سربېره د شمالي کوریا پر بحران او د ترکي لخوا د روسي میزایلي نظام پر اخیستو هم خبرې وکړې.

پامپیو د ایران پر بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف تنقید وکړ چې د ایران د پالیسیو په معامله کې د څه ویلو اختیار نه لري بلکې د فیصلو واک د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې او د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په لاس کې دی.

د ایران او واشنګټن ترمنځ اړیکې وروسته له هغې لا ترینګلې شوې چې تېر کال امریکا د ایران له اټومي تړونه ووته او پر تهران یې بیرته بندیزونه بحال کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG