د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د حافظ سعید د حراست مودې غځولو امر وکړ


حافظ سعید.
حافظ سعید.

په پاکستان کې یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې له مشر حافظ سعیده د پلټنو په موخه د هغه د حراست د مودې غځولو امر ورکړی دی.

پر نوموړي په ۲۰۰۸ز کال کې د ممبۍ حملو د پلانولو تور چې پکې ۱۶۶ کسان وژل شوي ول.

د پاکستان چارواکو د جولای پر ۱۷مه د حافظ سعید د نیولو خبر ورکړ او هغه یې د ترهګرۍ د تمویل په تور، تورن کړ.

سعید، امریکا ته د وزیر اعظم عمران خان تر سفر څو ورځې مخکې ونیول شو.

واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې پر اسلام اباد، په هند او افغانستان کې جنګېدونکو وسله والو ډلو ته د پټنځای ورکولو تور پورې کړی، چې پاکستان تل رد کړی.

د پنجاب په ګوجرانواله کې د ترهګرۍ ضد عدالت د جولای پر ۲۴مه پولیس چارواکو ته اجازه ورکړه چې د نورو ۱۴ ورځو لپاره دې حافظ سعید تر مقدمې مخکې په حراست کې وساتي او پلټنې دې بشپړې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG