د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د تاجرانو هړتال دی


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جولای پر۲۴مه د تاجرانو اتحادیې په غوښتنه کاربندیز وشو او ټول کاروباري مرکزونه تړلي پراته ول.

کاربندیز د جولای پر۲۳مه د تاجرانو ځینو مشرانو د نیول کېدو پرضد اعلان شوی وو.

که څه هم د سوداګرو د کار له هړتاله عادی وګړي تر سخت اغیز لاندې راغلي دي خو حکومتي چارواکي وايي چې دوی د بلوچستان های کورټ په حکم پر دوه رویه سړک دوکانونه او موټر ګېراجونه تړلي دي ځکه چې له امله يې په ښار کې د ټرافیک ستونزې ډېرې شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG