د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزېشن په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کوي: عمران خان


پراګ: د پاکستان وزیرعظم عمران خان د اپوزېشن پر ګوندوندونو تور پورې کړی دی چې هغوي په داسې یو وخت کې په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کوي چې د ملک اقتصاد وار له مخه له مشکلاتو سره مخامخ دی.

عمران خان د جولايي پر ۲۳مه د امریکا په – پیس انسټیټیوټ – کې پاکستاني اپوزېشن ته په اشاره وویل، زه احتساب ورته وایم او خلک سیاسي انتقام ورته وايي.

ده وویل، “د واک له تر لاسه کولو وروسته موږ لاهم د مافیا پرضد ولاړ یو. مسله د اقتصاد رغول دي خو په عین وخت کې ټول اپورزېشن ګوندونه په ملک کې ګډوډي رامنځ ته کوي. موږ د احتساب یو پراخ عمل پیل کړی دی.”

د سیاسي چارو پوه ډاکټر محمد تقي وايي ، که د اپوزېشن نیوکې یا احتجاج د ملک نا ارامه کول وي نو بیا هغه څه وو چې عمران خان څه باندې څلور میاشتې په اسلام اباد کې پرلت وهلی وو؟

ډاکټر تقي زیاته کړه ، “ عمران خان چې کله په اسلام اباد کې ۱۲۶ ورځې پرلت وهلی وو نو په هغه وخت کې یې په ملک کې ګډوډۍ ته پام نه وو ، اقتصاد ته یې پام نه وو؟”

نوموړي وویل چې د عمران خان د احتجاج له کبله د چین ولسمشر پاکستان ته خپل سفر ونکړ.

عمران خان په خپله وینا کې وویل ، د دې لپاره یې کمېشن جوړ کړی دی چې له ۲۰۰۸م کاله راهسې د ملک لپاره په پور اخیستل شوې پیسې چېرې تللې دي.

نوموړي وویل ، “ په ۲۰۰۸م کال کې د دې دوو ګوندونو تر راتګ وړاندې د پاکستان د ۶۰ کالو قرضونه شپږ کربه روپۍ وو خو دوي په تېرو لسو کالو کې دا پورونه تر ۳۰ کربه روپۍ رسولی دی. نو موږ د دې معلومولو لپاره کمېشن جوړ کړی دی چې دا پیسې چېرې ولاړې.”

ډاکټر محمد تقي وویل، د اپوزېشن ګوندونو پرضد د احتساب په نامه انتقامي عمل ځکه پیل شوی دی چې د ده په وینا، هغوی په سیاست کې د اسټبلشمنټ د لاسوهنې مخالفت کوي.

ده زیاته کړه چې په پاکستان کې یوازې د هغو خلکو احتساب کېږي چې د اسټبلشمنټ ملګري نه وي او په سیاست کې د پوځ د مداخلت خلاف وي.

د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکي مالي کال په منظوره کړې بودیجه کې په ملک کې یو شمېر نوي ټیکسونه لګولي دي چې پرضد یې د سیاسي ګوندونو ترڅنګ تجارانو، دوکاندارانو، ټېکه دارانو هم احتجاجونه کړي دي.

وزیراعظم عمران خان دا هم وویل چې پر احتجاجونو سربېره به په ملک کې د ټیکسونو راغونډولو نظام عملي کوي.

ده وویل، “زموږ د ۲۱۰ میلیونه ابادۍ یوازې یونیم فیصد خلک ټیکسونه ورکوي. موږ کار پیل کړی دی. خلک د ټیکس پر ورکولو رضا کول ډېر ګران کار دی او دا وخت پراخ احتجاجونه هم روان دي خو موږ داسې محسوسوو چې موږ به پکې بریالي شو.”

عمران خان دا څرګندونې په دا په داسې حال کې کړې دي چې سبا د اپوزېشن ګوندونه د تحریک انصاف د واکمنۍ لومړۍ کالیزه د تورې ورځې په توګه لمانځي.

اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې اسټبلشمنټ د تحریک انصاف په حق کې درغلۍ کړې وې او عمران خان د هغوي غوره کړل شوی وزیراعظم دی.

خو تحریک انصاف وايي ،اپوزېشن ګوندونه دا ټول شور د خپلو درغلیو پټولو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG