د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: پاکستان د افغانستان جګړې ختمولو کې مرسته کوي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره په سپينې ماڼۍ کې
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره په سپينې ماڼۍ کې

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي پاکستان به ورسره د افغانستان جګړې په ختمولو کې مرسته کوي. وزيراعظم عمران خان وايي کوښښ کوي چې طالبان او افغان حکومت نېغه په نېغه خبرې وکړي.

ټرمپ د جولای په دوه ویشتمه په وايټ هاوس کې د عمران خان سره په شريکه خبري غونډه کې وويل په پاکستان او امريکې دواړو کې نوي مشران دي نو ځکه به د جولای دوه ويشتمې د ملاقات پايلې ګټورې وي.

هغه زياته کړه: ((زما په فکر پخوا پاکستان د امريکې او زموږ د ولسمشرانو احترام نه کاوه. زما په فکر پاکستان د افغانستان په اړه ډېر څه کولی شول. خو نه کول يې انتخاب کړل. دوی نه ملامتوم ځکه چې د سم امريکايي ولسمشر سره نه وو مخ شوي. خو اوس دوی ډېر څه کوي. دوی کولی شي په افغانستان کې د ميليونونو خلکو ژوند وژغوري او ډېر فرق راولي.))

له عمران سره په ناسته کې امریکايي ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې په افغانستان کې د طالبانو پروړاندې له اتلسو کالو راهيسې روانه جګړه په يوه هفته کې د ځمکې له سره د دې هېواد په نابودولو ختمولی شي خو نه غواړي چې په ميليونونو خلک ووژل شي.

د ټرمپ پر څرګندونو د ارګ غبرګون


د جولای پر ۲۲مه په کابل کې له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي د افغانستان دولت د دوه همکارو دولتونو ترمنځ هراړخیزو اړیکو ته په کتو له ډيپلوماتیکو او دولتي لارو په واشنګټن کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د څرګندونو صراحت او توضیحات غوښتي دي.

په اعلامیه کې راغلې چې کابل د سولې په راوستلو کې د واشنګټن د همکارۍ ملاتړ کوي خو زیاتوي چې د افغانستان اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د هوکړې له شتونه پرته نشي ټاکل کېدلای.

اعلامیه وايي له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغانستان شراکت او همکاري پر دوه -اړخیزو ګټو او خپلمنځي درناوي ولاړه ده.

اعلامیه زیاتوي چې افغانستان د نړۍ له لرغونیو ملتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې له اتلسو کالو راهيسې روانه جګړه په يوه هفته کې د زمکې له سره د دې هېواد په ورکولو ختمولی شم خو نه غواړم چې په ميليونونو خلک ووژل شي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ

امريکې يو نيم کال مخکې پاکستان ته ورکول کېدونکي يو اعشاريه درې بيليونه ډالر بند کړل او وي ويل چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې امريکې ته درواغ ويلي دي او سم کار يې نه دی کړی.

ولسمشر ټرمپ نن وويل چې د دې پېسو تر بندولو وروسته د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې بهتره شوي دي او که د ترهګرۍ پر ضد سم کار وکړي، بېرته بحالېدلی شي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ولسمشر ټرمپ سره په دې غونډه کې زيات پام د افغانستان په سوله کې د خپل هېواد مثبت کار ته واړاوه.

هغه وويل: ((زما په باور موږ د امريکې او طالبانو ترمنځ د سولې لوظنامې ته تر بل هر وخت ډېر نيزدي شوي يو. هيله لرم چې په راتلونکو ورځو کې به پر طالبانو ټينګار وکړو چې افغان حکومت سره هم مذاکرات پيل کړي. زه ولسمشر ټرمپ ستايم چې پر خلکو يې د جګړې ختمولو لپاره زور رواړ. نو ځکه پاکستان يو مهم کردار لوبوي. زه ولسمشر ټرمپ ته يقين ورکوم چې د پاکستان خبرې او عمل به يو شان وي او داسې پوښتنې به نه راپورته کېږي چې زموږ پر نېت شک وښيي.))

طالبانو او امريکا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ويستلو او نورو مسايلو په اړه له تېرو شپږ مياشتو راهيسې په قطر کې خبرې پېل کړې دي. تر اوسه د دې مذاکراتو نتيجه نه ده راوتلې خو دواړه غاړې وايي چې ډېر پرمختګ يې کړی دی.

په خبري غونډه کې د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ وويل چې د عمران خان سره به د ډاکټر شکيل افريدي په اړه هم غږيږي.

ما له ډېر پخوا ويلي چې په افغانستان کې جګړه پوځي حل نه لري. تاريخ د دې خبرې ګواه دی
وزيراعظم عمران خان

شکيل افريدی د القاعده ترهګرې ډلې مشر، اسامه بن لادن د موندلو لپاره د امريکې سره په مرستې تورن او په پاکستان کې په جېل کې دی. اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې امريکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې په ايبټ اباد کې وواژه.

ولسمشر ټرمپ په خبري غونډه کې د پاکستان سره پر ممکنه تجارتي راکړې ورکړې هم وغږېد خو ډېر ټينګار يې په افغانستان کې د جګړې په ختمولو وو چې وزيراعظم عمران ورسره د همکارۍ ژمنې وکړي.

ټرمپ يو وخت د ايران يادونه وکړه چې د ايټمي پروګرام په اړه یې ورته دروغ ويلي دي او بيا يې عمران خان ته مخ واړاوه، ترې وې پوښتل: پاکستان خو به امريکې ته دورغ نه وايي؟ هغه ورته په ځواب کې وويل: نه، بيخي نه!

XS
SM
MD
LG