د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي اتحادیه دې بحري ماموریت وګوماري: بریتانیا


عکس له ارشیفه

بریتانیا له خپلو اروپایي اتحادیانو غوښتنه کړي چې د کښتیو لارې د خلاصو پرېښودو او د خونديتوب لپاره دې یو بحري ماموریت جوړ کړي.

بریتانیا دا غوښتنه وروسته له هغه کړې چې په هرمز تنګي کې د دې هېواد یوه تیل وړونکې کښتۍ ایران نیولې ده.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمي هانټ د جولای پر ۲۲مه د هغه هېواد د امنیتي چارو وزیرانو او له نورو چارواکو سره تر ملاقات وروسته د ایران لخوا د کښتۍ نیول د غلا یو عمل وباله.

په داسې حال کې چې د ایران او مغربي هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، جیرمي هانټ په دې سټراټيژیکي سیمه کې د تیلو د خوندي انتقال لپاره د بیړیو خوندیتوب د ماموریت په برخه کې پلانونه جوړ کړي دي.

د جولای پر۲۰مه د برتانیا لخوا ملګرو ملتونو ته په لېږل شوې لیک چې خبري اژانسونو هم لیدلې، ویل شوې چې د ایرانيو ځواکونو د رسېدو پرمهال دې کښتۍ د عمان په اوبو کې په قانوني توګه فعالیت کاو.

د ایران په هرمزګان کې د کښتیو او د بندر د ادارې مشر اله مراد افیفي پور سرکاري ټیلي ویژن ته ویلي، په بندر عباس کې په کښتۍ کې ناست د عملې ټول غړي خوندي او روغ رمټ دي.

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د جولای پر ۲۲مه د مناګوا په نیکاره ګان ښار کې خبریالانو ته ویلي، د کښتۍ د نیولو پر سر د راپورته شوې لانجې په حالاتو کې ایران دا هڅه نه کوي چې له برتانیا سره جګړه وکړي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG