د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل د ټرمپ او عمران ترمنځ د خبرو توضیحات غوښتي


ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وزيراعظم عمران خان سره په سپينه ماڼۍ کې. ۲۰۱۹ز کال، ۲۲م جولای

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ورستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او له ډیپلوماټیکو او دولتي لارو یې له واشنګټنه غوښتني هغه څرګندونې دې ورته په ډاګه کړل شي چې له پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره یې په ناسته کې کړې وې.

په سېشنبه له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې چې کابل د سولې په راوستلو کې د واشنګټن د همکارۍ ملاتړ کوي خو زیاتوي چې د افغانستان اساسي برخلیک د بهرنیو دولتونو د مشرانو په ناستو کې د افغانانو د هوکړې له شتونه پرته نشي ټاکل کېدلای.

اعلامیه وايي له نړۍ او په ځانګړي ډول له امریکا سره د افغانستان شراکت او همکاري پر دوه -اړخیزو ګټو او خپلمنځي درناوي ولاړه ده.

اعلامیه زیاتوي چې افغانستان د نړۍ له لرغونیو ملتونو څخه یو دی چې د تاریخ په اوږدو کې له څو بحرانونو څخه راوتلی دی. د افغانستان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.

ارګ
ارګ

دا اعلامیه له هغه پس خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جولای پر ۲۲مه له پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سره په واشنګټن کې تر لیدو وروسته رسنیو ته ویلي: ''که امریکا وغواړي چې د افغانستان جګړه وګټي، په یوه اوونۍ کې شونې ده، خو زه نه غواړم چې لس ميلیونه خلک ووژل شي، زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم، که وغواړم دا جګړه وګټم، افغانستان به له ځمکې له مخې ورک شي خو زه نه غواړم چې دا کار وکړم او په دې لار ولاړ شم.''

ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې د یوشمېر نورو هېوادونو په اړه هم ورته تندې او پاروونکې خبرې کړې دي.

خو د افغانستان په اړه د هغه وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د افغان سولې په باب په دا ورستیو کې خوشبینۍ او یوې هوکړې ته د رسېدلو په برخه کې هیلې ډېرې شوې دي.

امریکا ته د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان سفر هم د افغانستان سولې لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده او واشنګټن غواړي چې په دې برخه کې د اسلام اباد ملاتړ چې په وار وار د امریکا او افغان حکومت له خوا د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، تر لاسه کړي. خو پاکستان دا ادعاوې نه مني.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

د خوست په پوهنتون کې "اماني څېړنیز مرکز" پرانیستل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:49 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG