د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان کې په دوو بریدونو کې اته کسان وژل شوي


پولیس وايي دویم برید د روغتون په وره کې شوی
پولیس وايي دویم برید د روغتون په وره کې شوی

ډېره اسماعیل خان - د خیبر پښتونخوا په جنوبي سیمه ډېره اسماعیل خان کې د جولای پر ۲۱مه په دوو جلا، جلا بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي.

د سیمې د پولیسو مشر سلیم ریاض مشال راډیو ته وویل، لومړی موټر سایکل سپرو وسله والو د کوټله سیدانو پر پوسته حمله وکړه او دوه پولیسان یې ووژل.

د ده په خبره، کله چې د پولیسانو مړي روغتون ته وروړل شول نو هلته یوه ځانمرګې بریدګره موجوده وه چې حمله یې وکړه.

ریاض وايي، په دویم برید کې شپږ کسان ووژل شول چې پکې دوه یې پولیسان دي.

دی وايي، په پېښه کې د اتو پولیسانو په ګډون ۳۰ کسان ژوبل دي چې پکې یې د ځینو روغتیايي حالت خراب دی.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو مشر زیاتوي چې ساینسي معاینه به دا تصدیق وکړي چې ایا په روغتون کې حمله ښځې کړې او که څنګه خو د بم شنډولو ادارې په وینا، لومړني شواهد ښيي چې برید ښځې کړې دی.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې ځانمرګی برید سړي کړی وو.

XS
SM
MD
LG