د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهاب خټک: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي لا نه دي خوشي شوي


د پېښور های کورټ
د پېښور های کورټ

پراګ: پيښور هايي کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښانو عبدالله ننګیال او عارف وزیر په ګډون د غورځنګ د اووه نیول شویو غړیو د خوشي کولو حکم ورکړی دی.

دا ټول فعالان د ټانک او جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنرانو د - درې ایم پي او – په نامه قانون له مخې نیولي وو.

د نیول شویو کسانو وکیل شهاب خټک وویل په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، “ حکومت د تهري ایم پي او قانون ډیر په منظمه توګه د غورځنګ د غړیو د خاموشه کولو لپاره په کار راوستی دی.”

نوموړي زیاته کړه چې عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د اووه فعالانو د خوشي کولو حکم ورکړی دی خو لا خوشي شوي نه دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمیر مشرانو او مرکزي کمیټۍ د غړیو نومونه حکومت د هغه خلکو په فهرست کې هم شامل کړي دي چې له هیواده د بهر تلو اجازه نه لري.

د یاد غورځنګ یوه مشره ثنا اعجاز وايي د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د دوي تر ۳۰ ډیرو ملګرو باندې مقدمې درج کړل شوې دي.

ثنا اعجاز وویل چې دوي دا وخت د خپلو ملګرو لپاره قانوني جنګ کوي ، او هڅه کوي چې په عین وخت کې د ضلعو په کچه تنظیم سازي وکړي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکیو د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې وخت په وخت قانوني بللي دي خو پر طریقه کار يي اعتراضونه لري.

حکومت څه موده وړاندې د غورځنګ له مشرانو سره د خبرو اترو لپاره د قبایلي ضلعو د پارلیماني غړیو یوه کمیټۍ هم جوړه کړی وه خو تر اوسه دغه خبرې اترې نه دي پیل شوې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مشران او د پارلیمان غړي علي وزیر او محسن داوړ اوس هم په زندان کې دي.

XS
SM
MD
LG