د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار امنیه قومندانۍ مخې ته تر چاودنې پس برید پای ته ورسېد


د کندهار ښار عینو مېنه
د کندهار ښار عینو مېنه

د کندهار پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ډله یز برید د افغان ځواکونو په تصفيوي عملیات پای ته رسېدلي دي. د ولایت د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي، د پېښې په ځای کې د هغو پاته سخت دريځو لټون هم دوام لري چې په تصفوي عملیاتو کې ښايي نه وي په نښه شوي.

نن کندهار د امنیې قومنداني په ختیځه دروازه کې موټر بم چاودنه وشوه او وروسته ډليېزه حمله پیل شوه. تر چاودنې وروسته یو شمېر بریدګر تر دروازې ورتېر شوي ول چې د پولیسو له سخت مقاومت سره مخامخ شول. وسله والو طالبانو د دې برید مسئولیت منلی دی.

امنیه قوماندانۍ په کندهار کې عینو مينې ته نېږدې موقعیت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG