د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه: مرستیال کمېشنر ریاض میاڼی او تحصیلدار ګلدراز پرېښودل شول


د جنوبي وزیرستان نقشه
د جنوبي وزیرستان نقشه

د ټانک مرتزا او د سوهېلي وزیرستان له کوټکي څخه تښتول شوي د مالیې وفاقي بورډ اسلام ابادمرستیال کمېشنر ریاض میاڼی او د لده تحصیلدار ګلدراز له درېوو نورو کسانو سره یوځای خوشې کړل شوي دي.

دوی د سږني کال په اوږدو کې په جلا جلا وختونو کې پاکستانیو وسله والو طالبانو تښتولي ول. په واڼه کې د سویلي وزیرستان پولیسو مشر عتیق الله وزیر د جولای پر اتلسمه مشال راډیو ته وویل، د مالیې وفاقي بورډ اسلام ابادمرستیال کمېشنر ریاض میاڼی له خپلو درېوو تربرونو او د لدې تحصیلدار ګلدرازدوی ته سپارل شوي دي. خو دا و نه ویل چې هغوی څنګه خوشې شول.

اسسټنټ کمېشنر ریاض میاڼۍ له خپلو درېوو تربرونو سره یوځای د سږني ۲۰۱۹ز کال د اپرېل پر ۲۴مه نېټه د ټانک له مرتزا کلي څخه ځینو وسله والو کسانو هله تښتولی وو چې کله دی د خپلې مور د مړینې په خبرتیا له اسلام اباده خپل کور ته ورغلی وو. د لدې تحصیلدار ګلدراز بیا د سوهېلي وزیرستان له کوټکي څخه د سږني ۲۰۱۹ز کال د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه تښتول شوی وو.

طالبانو د دوی د خوشې کولو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویلي.

یادګېرنه: میاڼي، د ټانک ضلعې په ګومل کې مېشت دي او کرهڼیزې ځمکې لري، لوی کلی یې مرتزا دی.

پروفېسر اجمل خان وايي،مسودو د خپل مشر غوندې ساتلم

XS
SM
MD
LG