د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره روغه کې مشال او ډیوه راډيو کرېکټ ټورنمنټ


جنوبي وزیرستان: په سره روغه کې د کرکټ پایلوبې انعامونه اخیستل کېږي.
جنوبي وزیرستان: په سره روغه کې د کرکټ پایلوبې انعامونه اخیستل کېږي.

د روانې جولای میاشتې په لومړیو کې د شمالي وزیرستان په سره روغه (سور راغه) کې ځايي ورزښکارانو او د لوبو مېنوالو د مشال او ډیوه راډيو په نامه د کرېکټ ټورنمنټ جوړ کړی وو چې پکې نه یوازې د شا او خوا سیمو ځوانانو بلکې له لیرې لیرې څخه لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

د سره راغه (سرې روغې) یوه ځوان لوبغاړي محمد عثمان له سېلاب مسود سره په خبرو کې وویل، چې په دې سیالیو کې ۱۶ لوبډلو برخه واخیستله چې پایلوبه یې د میرشو او باجره کوڼد کلیو ترمنځ وشوه او جام یې د میرشو لوبډلې وګټلی.

سره روغه کې مشال او ډیوه راډيو کرېکټ ټورنمنټ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بریالي ټیم کپتان غفران الله وویل، دا ټورنمټ یې ځکه د مشال او ډیوه راډيو په نامه جوړ کړی وو چې هغوی یې ږغ رسوي او دوی ورسره ډېره مینه لري. د ده په وینا کله چې د سیمې خلک خبر شول چې د مشال او ډيوه راډيو په نامه کرېکټ ټورنمنټ جوړ شوی دی نو هغوی له لیرې لیرې ځایونو ډېر په شوق راتلل او په ټورنمنټ کې یې برخه اخیستله.

په جنوبي وزیرستان کې مشال راډيو کرېکټ ټورنمنټ
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

لوبغاړی او د لوبو سمبالونکی محمد عثمان وايي چې د سپورټي لوبو په برخه کې په سیمه کې ورسره سرکار هېڅ مرسته نه کوي ځکه خو په خپل مالي لګښت ساعتېري جوړوي.

د مشال راډیو خبریال سېلاب مسود د دغه لوبغاړیو ګیلې ماڼې د سوهېلي وزیرستان سپورټس منېجر تاج محمد وزیر ته وړې نو هغه ورته په ځواب کې ویلي، دی د سیمې ټولو لوبغاړو ته ډاډ ورکوي چې هرکله دوی سپورټي مېلې جوړوي او یا یې هم د سپورټس په برخه کې مرسته پکار وي نو له ده سره دې تماس ونیسي. دی وايي دوی چې هر چېرته تورنمټونه جوړوي نو خبر دې ورکوي تر خپله وسه به له دوی سره مالي مرسته کوي او د سپورټس څیزونه به ورکوي.

XS
SM
MD
LG