د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې ممکنه جوړجاړی پر ولسمشریزو ټاکنو اغېز نه‌ لري: غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه سوله چې د افغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو به اغېز ولري، هغه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وي، نه د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې د «ټي.ار.ټي» نړیوالې شبکې سره په یوې مرکې کې وویل، د امریکا او نورو مذاکره کوونکو سره یې پر دې هوکړه کړې چې له طالبانو سره تر انتخاباتو مخکې پر ابتدايي سوله یا د سولې پر یوه کاري چوکاټ جوړ جاړی وکړي.

په‌ دې مرکه کې چې د ارګ پر رسمي فېسبوک پاڼه خپره شوې، ولسمشر غني زیاتوي: "انتخابات مهم دي. ځکه انتخابات د اساسي قانوني له مخې یوه حتمي پروسه ده او د افغانستان راتلونکی ولسمشر هغه که زه وم که بل څوک باید د سولې لپاره واک ولري، ځکه سوله سختې پرېکړې، سختې چنې وهل غواړي او باید وکولی شي چې بیرته یې د افغانستان پر خلکو ومني."

ولسمشر غني په‌دې مرکه کې د لنډمهالي حکومت اوازې بې معنا وبللې.

نوموړي همدارنګه له طالبانو سره د سولې چوکاټ په اړه وویل چې د دې ډلې امارت د افغانستان خلکو منلی نه وو بلکې په زور پرې تپل شوی وو او د غني په وینا سوله باید د جمهوریت په چوکاټ کې وي نه د امارت.

له «ټي.ار.ټي» شبکې سره په‌ دې مرکه کې ولسمشر اشرف غني په دوو پړاوونو کې د سولې پر هوکړه ټینګار وکړ.

هغه وویل هیله‌مند دی چې ابتدايي توافق تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې وشي. ورپسې به د نوموړي په وینا جامع هوکړه کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې به ترلاسه کېږي او ورپسې به عملي کېږي.

د ولسمشر اشرف غني په وینا هر ډول سوله چې کېږي باید د افغانستان خلک یې د ملي شورا، لویې جرګې او یا ټول‌پوښتنې له لارې تأیید کړي.

د ترکیې له «ټي.ار.ټي» ټلوېزیون سره په‌دې مرکه کې ولسمشر اشرف غني د پاکستان په اړه وویل، دې هېواد ته په خپل وروستي سفر کې یې له پاکستانيو چارواکو سره د مخامخ خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د هغوی په لیدلوري کې د بدلون نیت درک کړی.

ولسمشر غني وویل، د پاکستان په دولت کې په لوړه کچه د لیدلوري بدلون په‌دې معنی نه‌دی چې دغلته په منځني کچه هم د افغانستان په اړه لیدلوری بدل شوی.

د نوموړي په وینا لا هم د پاکستان له خاورې د افغانستان خلاف نااعلان شوې جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG