د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خبريالان پر احتجاج دي


د ۲۰۱۸ کال انځور: کراچۍ کې خبريالان د خپلو حقونو لپاره مظاهره کوي.

په پاکستان کې نن د جولايي پر ۱۶مه خبريالان د غير اعلانيه سنسرشپ، د ځينو ټي وي چېنلونو د بندولو او دوی ته پروخت تنخاګانې نه ورکولو پرضد په احتجاج دي.

د راولپندۍ او اسلام اباد د خبريالانو ټولنې (ار ای يو جې) مشر مبارک زېب مشال راډيو ته وويل نن د جولايي۱۶ خبريالان نه دا چې د تورې ورځې په توګه لمانځي بلکې د ملک په بېلا بېلو سيمو کې يې مظاهرې دوام لري اوهره ضلع کې به د خبريالانو په مرکزونو تورې جنډې هم ځوړندې وي.

د نوموړي وينا وه په ملک کې د صحافت پر ازادۍ حملې روانې دي او خبريالان په ازادۍ سره خپل اظهار نه شي کولی، ډېر داسې راپورونه دي چې چاپېدو او يا خپرېدو ته نه پرېښودل کېږي نو د دې بنديزونو ختمولو لپاره يوه اونۍ وړاندې خبريالانو په اسلام اباد کې غونډه وکړه چې پکې د احتجاج اعلان وشو.

د پاکستان خبريالانو وفاقي يونين (PFUJ) په غوښتنه رابلل شوو دې مظاهرو مقصد د خبريالانو د تنخاګانو، پر ټيليويژن چېنلونو بندېزونو او مطبوعاتو په مخ کې پرتو خنډونو ته د حکومت پام وراړول دي.

د دې يونين يو مشر غړي طلعت حسېن د جولای په پنځلمه مشال راډيو ته وويل د تحريک انصاف حکومت کې د جمهوريت لپاره پر کارکوونکو فشار زیات شوی دی. هغه زياته کړه: ((يو غلی آمرانه سوچ د واک اخیستو په حال کې دی. دا حالت به هله ښه کېږي چې يا وزيراعظم عمران خان له عقله کار واخلي چې زما په فکر امکان نه لري. یا اپوزېشن نور فعاله شي. تر څو پورې چې يوه اداره يا ادارې خپله لار سمه نه کړي، تر هغې پورې د بهترۍ امېد نشته. دا نا ارامي به همداسې زياتېږي))

په همدې حال کې د جولای په ۱۵مه په پاکستان کې له سلو زياتو شخصیتونو او اتحاديو غړو يو پرانيستی ليک ليکلی دی. په دې خط کې سياستوالو، بشري حقونو لپاره کار کوونکو، خبريالانو، تجارانو او زده کوونکو په يو د دې ملک جمهويت په خرابېدونکي حالت اندېښنې ښودلې دي. د دې ليک په لاسليک کوونکو کې يو پخوانی سينيټر افراسياب خټک دی. هغه مشال راډيو ته وويل چې د جمهوريت په خواخوږو غږ شوی چې پر حکومت فشار واچوي.

نوموړي وويل: ((په پاکستان کې په بنيادي جمهوري ازاديوو بندېزونه دي. په ځينو ورځپاڼو پابندي زياتېږي او اپوزېشن سياستوال په جېلونو کې اچول شوي دي. په دې خط کې پر ټولو جمهورو قوتونو د رايوځای کېدو غږ شوی چې د هغه آمريت مخه ونیسي چې مخ په خورېدو دی.))

په دې وروستيوو کې د اليکټرانيک ميډيا څارنې ادارې، پيمرا د پخواني وزيراعظم نوازشريف لور، مريم نواز او پخواني ولسمشر اصف علي زداري مرکې پر ټيليويژن چېنلونو په دې دليل بندې کړي چې پر دغو سياستوالو مقدمې چلېږي نو ځکه بايد پر ټي وي رانه شي. د پيپلز پارټۍ شريک مشر او د زرداري زوی بلول بوټو د وزيراعظم عمران خان حکومت فاشيسټ او ديکتاتور بللی.

خو د ساینس وفاقي وزير فواد چوهدري د جولای په ۱۵مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل اپوزېشن د خپلو بندي مشرانو راخوشي کولو لپاره هر قسمه الزامونه لګولی شي. (( دا اوس چې مريم نواز او بلاول بوټو کومه جګړه پېل کړې ده، هغه د خپلو پلرونو ازادولو لپاره ده. دوی یوازې دا غواړي چې څنګه یې د پاکستان دننه او بهر موجودې اثاثې خوندې شي.))

د يادونې وړ ده چې تېره هفته په لندن کې خبريالانو د پاکستان دننه د مدني ټولنو فعالانو سره د خواخوږۍ په ښوودلو سره هلته ورغلي د پاکستان بهرنيوو چارو وزير، شاه محمود قرېشي له يو کنفرانسه بايکاټ وکړ. نوموړي وروسته سرکاري ټيليويژن ته وويل چې په ملک کې يې جمهوري اقدار پر ځای دي او هر چا ته د خپلې رايې د اظهار حق حاصل دی.

XS
SM
MD
LG