د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دې بندیزونه لیرې کړي، خبرو ته کېنو: روحاني


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي هېواد یې خبرو ته تیار دی خو که واشنګټن یې پرضد اقتصادي بندیزونه ختم کړي.

نوموړي په یکشنبه/اتوار په یوه ټېلېوېژني وینا کې وویل که ټرمپ انتظامیه د ایران پرضد بندیزونه او سرزوري ودروي نو تهران به ورسره خبرو اترو ته کښېني.

خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روحاني وړاندیز رد کړ. هغه د اتوار پر ورځ له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې وویل دا هم هغه شان وړاندیز دی چې روحاني پخواني ولسمشر باراک اوباما او د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کېري ته کړی وو.

په عین حال کې د اروپايي هېوادونو مشرانو د رخصتۍ په ورځو کې هم غونډې وکړې چې پر امریکا او ایران له نوې سره د خبرو اترو پیلولو غږ وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکې ترینګلتیا پای ته ورسوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال د تهران اټومي لوظنامې څخه د وتلو اعلان وکړ. ایران په ۲۰۱۵ز کال کې له امریکا، روس، چین، جرمني، فرانس او بریتانیا سره دغه لوظنامه کړې وه چې پکې ویل شوي، ایران به خپل اټومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به پر دې هېواد لګېدلي نړیوال بندیزونه نرمېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG