د ننګرهار پوهنې ریاست په تورخم کې ښوونځی پرانیستی
د ننګرهار د پوهنې ریاست په تورخم کې ښوونځی جوړ کړی دی. د پوهنې رییس حسیب الله شینواري د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، دا ښوونځی به د ۲۰۱۹ز د نوي تعلیمي کال له پیله فعال شي. د تورخم په کلیو کې ګڼ داسې ماشومان دي چې هره ورځ څو کیلومیټره لرې له پولې هغې خوا ته اوړي او په باچا مېنه کې د پاکستان په ښوونځیو کې زده کړې کوي. شینواری وايي، په سیمه کې یې د نورو ښوونځیو په جوړولو هم کار پیل کړی او یوازې تورخم نه بلکې د ننګرهار په کلیوالو سیمو کې نور مکتبونه هم پرانیزي. له نوموړي سره بشپړه مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.